د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

طالبان د لوګر په یو شمېر سیمو کې پېغلو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌ورکوي


طالبان په لوګر ولایت کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې پېغلو نجونو ته ښوونځي ته د ورتګ اجازه نه‌ورکوي.

طالبانو له تېرو څو کلونو راهیسې په لوګر ولایت کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‎کړو اجازه نه‎ده ورکړې.

دغه ډله په دې اند ده چې په روانو حالاتو کې ښوونځیو ته د پېغلو نجونو تګ د اسلامي شریعت خلاف عمل دی.

په محمد اغې ولسوالۍ کې د طالبانو د تعلیم او تربیې مسؤل ملا عبدالفتاح صادق ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولسوالۍ په زرغون شهر کلي کې هېڅ ښځینه معلمه نه‌شته.

نوموړی وویل:

"په لوګر ولایت کې ټول ښځينه زده‎کوونکي تر شپږم ټولګي پورې او په ځینو ولایتونو کې حتی تر څلورم ټولګي پورې ښوونځيو ته ځي او د طالبانو معیاري نصاب لري، د دې لپاره امنیت ټینګ نه‎دی او دلته يرغلګر موجود دي، ټولو ښوونځیو ته مو مکتوبونه لېږلي چې له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده‎کوونکې ښوونځيو ته لاړې نه‎شي او د شریعت له مخې هم دا اجازه نه‎شته چې پېغلې نجونې دې په روانو شرايطو کې ښوونځیو ته لاړې شي."

په ورته وخت کې يو شمېر دیني عالمان وايي، د اسلام دین د زده‎کړو او ښوونځیو ته د تګ په برخه کې په هېڅ‎چا بندیز نه‎دی وضع کړی.

د دغو عالمانو له ډلې قاري مبین‎شاه رمزی په‎دې اړه ازادي راډيو ته داسې وویل:

"يو حدیث شریف دی چې له بي بي عايشې «رض» نه نقل شوی دی چې په‎کې راغلي، تر ټولو غوره ښځې انصار دي چې حیا یې د دیني پوښتنو مخنیوی نه‎کوي، یعنې انصار ښځې ډېرې زړورې وې چې له نبي کریم «ص» نه‌یې پوښتنې کولې، نو اسلام او شریعت په ځانګړو شرایطو کې پېغلو ته د تعلیم حق ورکړی دی."

د محمد اغې ولسوالۍ اړوند سیمو کې څو ښوونځي موجود دي چې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې ښوونځیو کې يو شمېر مضامین هم له نصابه ايستلي دي.

په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د تعلیم او تربیې د مسؤل په خبره د هنر او فرهنګ مضامین‌یې د ښوونځیو له نصابه لیرې کړي او پر ځای یې قران‌کریم او سیرت‌النبي ته ځای ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده د هېواد په ځينو نورو برخو کې هم يو شمېر ښوونځي د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

هغه سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي هلته ښوونځي فعاله دي، خو د طالبانو تر څار لاندې دي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونېسف" ویلي، نږدې نیمايي ماشومان د ناامنیو، فقر او ناوړه دودونو له امله ښوونځيو ته نه‌ځي.

بل‎خوا د لوګر ولایت په ځينو ښوونځیو د طالبانو کنټرول په زده‎کوونکو هم اغېز کړی او د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون شهر کلي يو شمېر زده‎کوونکي وايي، دوی غواړي ډاکتران او يا هم انجنیران شي او د طالبانو لپاره خدمت وکړي.

د زرغون شهر عالي لېسې دوو زده‎کوونکو الهام‌الدین او رامین په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زما نوم الهام‌الدین دی او د اووم ټولګی زده‎کوونکی یم او هره ورځ ښوونځي ته ځم او په راتلونکي کې غواړم له مجاهدینو سره انجنیر شم."

"هره ورځ ښوونځي ته راځو او ښوونکي موږ زیار باسي، په راتلونکي کې غواړم ډاکتر شم او له طالبانو نه خوښ یم."

د افغانستان د پوهنې وزارت هم مني چې په ځینو سیمو کې طالبانو د دولت له رسمي نصابه ځيني مضامین لیرې کړي، خو هغه مضامین چې طالبانو په نصاب کې ځای کړي له دوی سره رسمیت نه‎لري.

د دغه وزارت د خپرونو مسؤل کبیر حقمل وايي، د قران‌کریم په ګډون دیني مضامین په نصاب کې شامل دي.

د ښاغلي حقمل په خبره، دا چې طالبان له شپږم ټولګي نه وروسته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌ورکوي دا له دین نه د دوی شخصي برداشت دی.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

دی وايي:

"موږ څو ورځې وړاندې په محمد اغې ولسوالۍ کې د طالبانو له‎خوا يوه اعلامیه يا اخطاریه ترلاسه کړه او هغه موضوع چې تاسو ورته اشاره وکړه، هغه هم په‎کې شته، د بحث خبره دا ده چې دا ډول تفسیر له کومه شو چې نجونې دې له شپږم ټولګي نه وروسته زده‎کړو ته دوام ورنه‎کړي، دا يو شخصي تفسیر دی."

ښاغلی حقمل وايي، د لوګر ولایت په زیاترو ښوونځیو کې نجونې تر ۱۲ ټولګي پورې ښوونځیو ته ځي.

نوموړی وايي، د افغانستان د پوهنې وزارت هڅه کوي چې نجونې هم د هلکانو په شان زده‎کړې وکړي او د تعلیم له نعمته بې‌برخې پاتې نه‎شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG