په روسيه کې د ٢٠١٨میلادي کال د فوټبال نړیوال جام د سياليو په لړ کې نن دوشنبه درې مسابقې کېږي.
لومړۍ مسابقه د افغانستان پر وخت د مازيګر پر څلورنيمو بجو د سويډن او جنوبي کوريا ترمنځ کېږي.
د فوټبال دوهمه مسابقه پر اووه نيمو بجو د بلجيم او پانامه ترمنځ ده.
او درېيمه مسابقه د تونس او انګلستان ترمنځ د شپې پر لس نيمو بجو کېږي.
پرون یکشنبه د شپږو هېوادونو ترمنځ درې مسابقې وشوې.
اوله مسابقه د صربيا او کاستاریکا ترمنځ وه چې صربيا يو د صفر په وړاندې کاستاريکا ته ماتې ورکړه.
جرمني د مکسيکو په وړاندې جالبه مسابقه وکړه، خو يو د صفر په وړاندې يې ماتې وخوړله.
درېيمه مسابقه د شپې ناوخته د برازيل او سويس ترمنځ وشوه چې يو د يو په وړاندې مساوي پاى ته ورسېده.