د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د فوټبال نړیوال جام: صربیا یو پر صفر کاستاریکا ماته کړه


د فوټبال نړیوال جام په پرونیو لوبو صربیا یو پر صفر کاستاریکا ماته کړه او جرمني په یوه ګول له مکسیکو ماته وخوړه.

د صربیا لوبډلې په‎دې بریا سره درې نمرې ترلاسه کړې او کاستاریکا هم په خپلې ماتې له نړیواله جام څخه د حذفېدو له خطر سره ځان نږدې کړ.

د «اې» ګروپ په بله لوبه کې سویس او برازیل یو پر یو مساوي شو.

برازیل چې په‎کې د نړۍ په کچه وتلي فوټبال ستوري لوبېږي، په‎دې مساوي نتیجې سره ډېر خلک حیران کړل.

جرمني چې د ۲۰۱۴ میلادي کال اتل و، یو پر صفر له مکسیکو ماته وخوړه او ډېر غبرګونونه‌یې وپارول.

XS
SM
MD
LG