ارزګان کې زرګونه خلک طالبانو ته د سولې په پار د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلل.
د ارزګان ولایت په مرکز کې نن یکشنبه د اختر په درېیمه ورځ د دغه ولایت د امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس، دیني عالمان او د سرتېرو په ګډون، زرګونه خلک وسله والو طالبانو ته د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلل او د سولې غوښتنه يې ورڅخه وکړه.
دغو زرګونو کسانو چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو بیرغونه یې هم له ځانونو سره لېږدول، وویل چې نور له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافتپه راپور کې اورېدای شئ.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: