د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۴۲

د مدیترانې په سمندر کې د ژغورل شویو پناه غوښتونکو یوه ډله اسپانیې ته ورسېده

د هغو شااوخوا ۶۳۰ پناه غوښتونکو چې په مدیترانې سمندرګي کې ژغورل شوي وو، لومړنۍ کښتۍ یې نن یکشنبه اسپانیا ته ورسېده.

دغه پناه غوښتونکي چې د ایټالیا د ساحلي ګارډ دوو کښتیو بدرګه کوله، د اسپانیا جنوب ختیځ والینسیا ښار ته نن سهار وختي ورسېدل او له ۲ زرو زیاتو کسانو یې هرکلی وکړ.

ټول ژغورل شوي په ۳ کښتیو کې اسپانیا ته انتقالېږي.

د دغو ۲ زرو تنو په منځ کې ۱۰۰۰ تنه د سره صلیب رضاکاران او ۴۷۰ ژباړونکي دي.

دغه پناه غوښتونکي چې اکثره یې د افریقا دي، خو د هغوی په منځ کې افغانان، پاکستانیان او بنګالیان هم شامل دي، تېره اوونۍ د اکواریس په نوم د ېوې فرانسوۍ مرستندویې ډلې د کښتۍ له خوا د مدیترانې له سمندرګي ژغورل شوي وو.

د والینسیا په بندر کې پر یوه ستره لوحه په بېلابېلو ژبو د پناه غوښتونکو لپاره لیکل شوي چې «خپل کور ته ښه راغلاست.»

وروسته له دې چې د پناه غوښتونکو ژغورل شوې بېړۍ اکواریوس ته ایټالیا اجازه ورنه کړه، پر دې مسئلې په اروپا کې د مهاجرو پر سر ژور اختلاف پیدا شو.

ایټالیا چې د مدیترانې له لارې اروپا ته په تېره بیا د افریقایي هېوادونو د تلونکو کډوالو او پناه غوښتونکو دروند بار ته یې اوږه ورکړې، د دې هېواد نوي پپولیست حکومت د دغو پناه غوښتونکو له منلو ډډه وکړه او داسې استدلال یې کاوه چې هغوی د مدیترانې د اوبو په هغه برخه کې ژغورل شوي چې مالتا ته نېږدې ده او هغه هېواد یې باید ومني.

مالتا هم د دغو ژغورل شويو پناه غوښتونکو له اخیستو ډډه وکړه او دواړو هېوادونو یو بل له بشري او د اروپایي ټولنې له مسؤلیتونو په ځان ایستلو تورن کړل.

بالاخره اسپانیا دې کار ته ور ودانګل او د یوه سیاسي حرکت په توګه یې اعلان وکړ چې دغه ژغورل شوي پناه غوښتونکي مني.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوزیف بوریل وویل، دا کار د دې لپاره کوي چې اروپا خپل مسؤلیت پرځای کړي او د ګډې پالېسې له لارې د کډوالو د ستونزې غم وخوري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG