د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

نړیوال جام: ایران له مراکش نه وګټل، پرتګال او هسپانیه مساوي شول


په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبو په ترڅ کې پرون ایران د یوه ګول په وهلو سره د مراکش ټیم ته ماتې ورکړه.

پرتګال او هسپانیا هر یوه د درې ـ درې ګولونو په وهلو سره مساوي شول او اوروګوای هم د یوه ګول په وهلو سره مصر مات کړ.

نن فرانسه له اسټرالیا، ارجنټاین له ایسلند، پیرو له ډنمارک او کرویشیا له نایجریا سره لوبه کوي.

په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام لوبې به د جولای تر پنځلسمې پورې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG