د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

په افغانستان کې پرون د اختر لومړۍ ورځ په امن کې تېره شوه


په افغانستان کې پرون د اختر لومړۍ ورځ په امن کې تېره شوه.

هغسې چې حکومت او وسله والو طالبانو اعلان کړې چې د اختر په شپو او ورځو کې به پر یو بل حملې نه کوي، پرون په ټول هېواد کې وضعیت آرام و.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ د لومړي ځل لپاره امن وه، په ځینو سیمو کې د لومړي ځل لپاره وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د اختر لومړۍ ورځ په ګډه ولمانځله.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، ډېر خوشحاله دی چې وسله والو طالبانو هم له خپل لوري د اعلان شوي درې ورځني اوربند مراعات وکړ او هم یې پر دوی یعنې حکومت باور وکړ چې دا د دې هېواد د جګړې په تاریخ کې یوبې ساری اقدام دی:

ویس احمد برمک
ویس احمد برمک

"دا موږ ته یو ډېر د خوشحالۍ ځای دی او د افغانستان ټولو خلکو ته د خوشحالۍ ځای دی چې زموږ مخالفینو هم د افغانستان د دیني عالمانو د شورا غوښتنې او هغه غږ ته چې موږ پورته کړ او یو اړخیز اوربند مو اعلان کړ، مثبت ځواب ورکړ."

د افغانستان د حکومت له خوا د اعلان شوي اوربند له مخې پر دې سربېره چې پر وسله والو طالبانو ټول پوځي عملیات د اختر تر پنځمې درېږي، دغه راز وسله والو طالبانو ته دا اعلان هم شوی چې کولای شي د اختر په شپو او ورځو کې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته ورشي او اخترله خپلو کورنیو سره ولمانځي.

ښاغلي برمک تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته د دې موضوع د تائید ترڅنګ وویل چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې په یوشمېر سیمو کې وسله والو طالبانو وسله پر ځمکه ایښي او له خپلو کورنیو او خپل خپلوانو سره د اختر مبارکۍ او په مېلو کې د ګډون لپاره د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته تللي دي.

افغان طالبان
افغان طالبان

د ځینو راپورونو له مخې وسله والو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره د اختر مبارکي ترڅنګ حتا داچې په جوماتونو کې د اختر لمونځ هم په ګډه کړی دی.

د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي احمد جعفري ویلي چې د دې ولایت په جلریز ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د اختر لمونځ په ګډه په جومات کې وکړ.

د لغمان امنیه قوماندان احمد ابدالي ویلي چې ده له شپږو وسله والو طالبانو سره په مهترلام ښار کې ولیدل او هغوی زښت زیات خوشحاله و چې ښارته ورغلي او له خپلو کورنیو او امنیتي ځواکونو سره ګوري.

د ازادي راډیو یو شمېر اورېدونکو چې پرون یې د اختر په مناسبت ځانګړو خپرونو کې ګډون کړی و له امن او سولې خوښ و او د هغه د دوام هیله یې کوله.

افغان سیاسي کارپوهان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ ټینګ شوی اوربند په دې هېواد کې د سولې د ټینګېدو پرلور یو مهم ګام بولي.

یو له دغو کارپوهانو یونس فکور دی چې پرون یې له کندهاره له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا ځل خلک ډېر خوشحاله دي چې اختر په امن کې لمانځي:

یو شمېر کابل ښاریان د کوچني ا ختر د لمانځه پرمهال
یو شمېر کابل ښاریان د کوچني ا ختر د لمانځه پرمهال

"زه فکر کوم دا یو فرصت دی چې دغسې یو اوربند تمدید شي او دواړو خواوو ته دا زمینه برابره شي چې کښېني د خبرو مېز ته او خپلې ستونزې څه چې لري هغه حل کړي."

په افغانستان کې روانو جګړو ته په پام سره چې د دې هېواد پروګړو یې ډېرناوړه تاثیرات درلودلي او ډېر سولې ته تږي دي، یوه یاڅو ورځې امن اوسوله به د دوی لپاره د اختر یوه نه هېرېدونکې ډالۍ وي.

XS
SM
MD
LG