د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۰۳

د فوټبال د نړیوال جام د ۲۱ مې دورې لوبې مسکو کې پیل شوې


د فوټبال د نړیوال جام د ۲۱ مې دورې لوبې پرون پنجشنبې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوې.

د دې لوبو په لومړۍ ورځ د روسیې او سعودي عربستان لوبډلې د سیالۍ ډګر ته راووتې چې نتیجه یې صفر د پنځه په وړاندې د سعودي لوبډلې په تاوان وه.

دا لوبه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون د پلازمېنې مسکو په لوژنیکي ورزشي لوبغالي کې د اتیا زره نندارچیانو په مخکې ترسره شوه.

ولسمشر پوتین دا مراسم د یو شمېر هېوادونو د جګ‎پوړو چارواکو په ګډون پرانېستل.

دا لوبې چې د روسیې د ۱۱ ښارونو په ۱۲ لوبغالو کې پلان شوې یوه میاشت دوام کوي او وروستۍ به یې د جولای په ۱۵مه نېټه ترسره شي.

سږنی جام په داسې حال کې پیلېږي چې روسیه د نړیوالې انزوا په حال کې ده او د کریمیا ټاپو د نیولو، د اوکراین په ختیځ کې د بیلتونپالو او په سوریه کې د ولسمشربشاراسد د ملاتړ له کبله پر دې هېواد نړیوال بندیزونه لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG