د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د بخښنې نړيوال سازمان: پاکستان دې د بشري حقونو د مدافعينو او فعالانو ځپنه ودروي


د بخښنې نړيوال سازمان يا امنسټي انټرنشنل له پاکستانه غوښتي چې د بشري حقونو د مدافعينو، خبريالانو او فعالانو ځپنه ودروي.

د بخښنې نړيوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ويلي چې په پاکستان کې د وروستيو غير قانوني توقيفونو، په زوره د خلکو د ورکېدو او د بیان پر ازادۍ د حملو په خاطر دغه اداره سخته اندېښنه لري.

اعلاميه وايي، دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جولای مياشتې په ۲۵مه نېټه به په پاکستان کې د راتلونکي ملکي حکومت لپاره انتخابات کېږي.

د بخښنې نړيوال سازمان په خپله اعلاميه کې له پاکستانه غوښتي چې هغه ۳۷ فعالان ژر تر ژره راخوشې کړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاريونونو کې د ګډون په خاطر اوس‌مهال په اډياله زندان کې بندي دي.

د اعلاميې له مخې په دغو توقيف شويو کسانو کې ډېری محصلین دي او ډېر ژر یې امتحانونه راروان دي.

د دوی پر ضمانت د راخوشې کېدو غوښتنه رد شوې ده او قضيه‌يې اوس د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې يوې محکمې ته وړاندې شوې ده.

اعلاميه زياتوي چې دغو کسانو يوازې د بیان د ازادۍ حق عملي کړی دی.

امنسټي انټرنشنل همداراز د یوې پاکستاني‌الاصلې بریتانوۍ فعالې ګل بخاري چې څو ساعته توقيف شوې وه، په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده او ويلي يې دي چې مېرمن بخاري د پاکستان پر پوځ انتقاد کاوه او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ یې کاوه.

د اعلاميې له مخې، ګل بخاري وروسته له هغه توقيف شوه چې د پاکستان د پوځ وياند په يوه خبري کنفرانس کې شکايت وکړ چې د ټولنيزو شبکو کاروونکي د پاکستان پر دولت انتقاد کوي.

XS
SM
MD
LG