له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، څرنګه چې په افغانستان کې د نشهيي موادو ستونزه ورځ په ورځ ډېرېږي، نو دا اړتيا ليدل کېږي چې د نشهيي موادو پر ضد د مبارزې لپاره يوه نوې او جامع ستراتېژي جوړه شي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت په پام کې لري چې له نشهيي موادو سره څلور کلنې ستراتېژۍ له ختمېدلو سره سم د کورنيو او بهرنیو ادارو په همکارۍ يوه نوې ستراتېژي جوړه کړي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ معین جاوید احمد قایم وايي چې د نشهيي موادو د کښت، قاچاق، تولید او استعمال ستونزه په یوه لویه ملي او نړیواله ستونزه اوښتې ده.
ښاغلی قایم زیاتوي، څرنګه چې د کوکنارو د کښت او تولید ستونزه ډېره شوې، نو بايد د افغانستان د اوسنیو شرایطو او امکاناتو په پام کې نیولو سره یوه جامع او هر اړخیزه ستراتېژي جوړه شي.
دی وايي:
"کله چې یوه ستونزه د هېواد امنیتي، اقتصادي او اجتماعي مسائل تر خپل سيوري لاندې راولي، پهدې صورت کې یوې داسې ستراتېژۍ ته اړتیا ده چې دې درېواړو ستونزو ته ځواب وويلی شي. زموږ ستراتېژي باید اوږدمهاله وي، د عملي کولو لپاره يې پيسې او سیاسي ملاتړ ولرو. ستراتيژي باید د سیمې له شرایطو سره برابره او د عملي کېدو امکان ولري او هغه دلیلونه هم پهکې ځای شوي وي چې د کوکنارو د کښت سبب شوي دي. موږ باید تل د بزګر په خوا کې ودرېږو، ځکه چې بزګر بې وزله دی او باید له دې ستونزې څخه د خلاصون لپاره مرسته ورسره وشي."
له نشهيي موادو سره د مبارزې د معین په وینا له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونو همکاري ډېره لږ ده، له همدې امله باید د داخلي هڅو تر څنګ یوه سیمهییزه ستراتېژي هم جوړه شي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې له نشهيي موادو سره بايد د مؤثرې او ګټورې مبارزې په برخه کې د سيمې هېوادونه هم راګډ کړل شي چې له دې لارې له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت مالي او سیاسي ملاتړ ومومي.
کارپوهان پهدې باور دي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې په پخوانۍ ستراتېژۍ کې د نشهيي موادو د کښت او تولید راکمولو په برخه کې داخلي شرایط او واقعیتونه په پام کې نهو نیول شوي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ پخوانی معین محمد ظفر وايي چې مخکې به له نشهيي موادو سره د مبارزې ستراتېژي بهرنیانو جوړوله چې له داخلي قوانینو سرهیې سمون نهدرلود، له همدې املهيې نتيجه هم ښه نهوه.
دی وايي:
"زموږ پخوانۍ ستراتېژۍ د افغانستان له نافذه قوانینو سره ډېر ټکرونه درلودل. زموږ قانون به ویل چې تریاک لهمنځه یوسه، خو ستراتېژۍ به بيا ويل چې بايد د تریاکو بوټی په هغو سيمو کې واړول شي چې هلته د بدیل معیشت پروګرامونه موجود وي. پهدې صورت کې سړی نهپوهېږي چې قوانین عملي کړي او که ستراتېژي؟ له ستراتېژۍ سره د تقنيني سندونو ټکرونه ډېر زیات دي چې یوه دقیق او تخنیکي بحث ته اړتیا لري."
دا پهداسې حال کې ده چې له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت او نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیوالې ادارې یا «UNODC» اقتصادي او اجتماعي سروې ښيي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې ټول ۹۰۰۰ ټنه نشهيي مواد تولید شوي وو.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د اټکل له مخې په روان ميلادي کال کې هغه بزګران هم په ۱۰۰ کې ۱۱ ډېر شوي چې پخوا يې په خپلو ځمکو کې خاشخاش نهکرل، خو اوسيې کري.
غږیز راپور یې دلته اورېدلی شئ:
راپور: مرسلین ارسلا