مقدونیا او یونان وايي، د پخوانۍ یوګوسلاویا د جمهوریت مقدونیا د نوم پر سر د ۲۷ کلنې شخړې د هواري لپاره خپلو کې یو جوړجاړي ته رسېدلي دي.
سکوپیه او اتن بالاخره د مقدونیا د نوم پر سر له ۲۷ کلونو ناندریو وروسته د پخوانۍ یوګوسلاویا د دې جمهوریت لپاره په نوي نوم سلا شول.
د مقدونیا صدراعظم زوران زایف د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» وویل چې دواړه لوري د مقدونیا لپاره د "شمالي مقدونیا جمهوریت" چې په مقدونیايي ژبه کې یې «Severna Makedonija» بولي سلا شول.
لهدې سره به مقدونیا وکولای شي چې په اروپايي ټولنه او ناټو کې د ګډون لپاره مذاکرات مخکې یوسي.
د یونان صدراعظم الکسیس سیپراس سره په ټیلیفون له خبرو وروسته د مقدونیا صدراعظم زوران زایف خبریالانو ته وویل:
"لهدې پریکړې د شا تګ لاره نهشته."
د مقدونیا صدراعظم زایف زیاته کړه، د دې هېواد د نوم په اړه په شوي جوړجاړي کې مقدونیايي کلتوري او نژادي هویت ساتل شوی دی.
د یونان صدراعظم سیپراس بیا په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ دا توافق د یونان د مقدونیا په نوم د ایالت او د مقدونیا د هېواد ترمنځ روښانه بېلتون څرګندوي.
د یونان صدراعظم همدارنګه وویل چې د مقدونیا نوم به هم په کورنۍ او هم په نړیواله کچه بدلېږي.
د شوي تړون له مخې د دې هېواد ژبه به مقدونیايي وي او وګړي بهیې هم مقدونیايان بلل کېږي.
ټاکل شوې ده چې د دې توافق متن به د دې اوونۍ په پیل کې مخکې لهدې چې د مقدونیا پارلمان ته تصویب لپاره واستول شي، د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي.
په وړاندیز شوي نوم به همدارنګه د دې کال په پای کې په مقدونیا کې ټولپوښتنه هم ترسره کېږي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ دا یو تاریخي تړون بللی او په دواړو لورو یې غږ کړی چې نهايي یې کړي.
سټولټنبرګ پهدې مناسبت په یو بیان کې ویلي دي، دا جوړ جاړی به سکوپیه د ناټو غړیتوب ته نږدې کړي او د لوېدیځ بالکان په سیمه کې به د سولې او ثبات له ټينګښت سره مرسته وکړي.
اروپايي ټولنې هم د یونان او مقدونیا صدراعظمانو ته پهدې هوکړه مبارکي ویلې.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدریکا موګرېني او د اروپايي ټولنې د پراختیا د مذکراتو کمېشنر جوهانیس هان په یو شریک بیان کې ویلي:
"دوی اوس د اروپايي شورا په تمه دي چې د پخوانۍ یوګوسلاویا د مقدونیا له جمهوریت سره د اروپايي ټولنې د شمولیت په اړه د خبرو اترو د پیل هغه پېشنهاد چې د اپرېل په ۱۷مه نېټهیې وراستولی تأیید کړي."
اتن او سکوپیه پهدې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب خپلو کې د نوم پر سر د کړکېچ د هواري لپاره هڅې چټکې کړې وې.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د مقدونیا د نوم پر سر کړکېچ د ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې له هغه پیل شو چې مقدونیا په سولهییزه توګه له پخوانۍ یوګوسلاویا بېله شوه او د مقدونیا جمهوریت په نومیې خپلواکي اعلان کړه.
یونان هغه وخت د خپل ګاونډي هېواد په نوي نوم ناخوښه و او ویلیې د مقدونیا نوم د دې هېواد سره په پوله پراته، په همدې نوم د یونان پر یو ولایت ځمکنۍ دعوه له ځان سره لري.
د یونان د اعتراض له کبله مقدونیا په ملګرو ملتونو کې هم «د پخوانۍ یوګوسلاویا د مقدونیا جمهوریت» په نوم منل شوې وه او ناټو او اروپايي ټولنې هم پهدې سازمانونو کې د مقدونیا د ګډون لپاره د یونان سره د نوم شخړه د یو خنډ په توګه یادوله.