د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۹

فیصل شایسته د تایلنډ د لمپانګ لوبډلې سره لوبېږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډل‎مشر فیصل شایسته د تایلنډ د فوټبال لومړۍ درجه‎لیګ سیالیو کې د لمپانګ لوبډلې سره لوبېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې ښاغلي شایسته له لمپانګ لوبډلې سره يو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

لمپانګ لوبډله اوس‎مهال د تایلنډ د لومړۍ درجه‎لیګ سیالیو په جدول کې نهم ځای لري.

له دې وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې بل لوبغاړي مصطفي ازادزوی هم د دغه لیګ چیانګ مای لوبډلې سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړی دی.

ټاکل شوې د لمپانګ او چیانګ مای لوبډلې د تایلنډ د لومړي درجه‎لیګ د ۲۶ اوونۍ په سیالیو کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د سپټمر په اتمه نېټه سره مخامخ شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG