د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

په ښارونو کې د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې بهیر سبا سې شنبه پای ته رسېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په ښارونو کې د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې بهیر سبا سې شنبه پای ته رسېږي.

په داسې حال کې چې د انتخاباتو د څار بنسټونه د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې په پڅ بهیر او د ګډونوالو په کم شمېر انتقاد کوي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د سې شنبې په ورځ به په ښارونو کې د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې مرکزونه وتړي.

د یاد کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱» ازادي راډیو ته وویل، د دغې دوه میاشتنۍ پروسې په جریان کې نږدې شپږ ميلیونه کسانو د رأی ورکونې لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

دی وايي، که څه هم له دوی څخه د درېیم ځل لپاره د دغه بهیر د بیا تمدید غوښتنې کېږي، خو په خبره‌یې چې د دغې پروسې غځول د انتخاباتو پر مهالوېش بدې اغېزې درلودلای شي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

​دی وایي:

"لومړی او دوهم پړاو د جوزا په ۲۲مه رسماً ختمېږي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌یې د بیا تمدید په اړه څه پرېکړه نه‌ده کړې، خو تر څنګ‌يې په ولسوالیو او کلیو کې درېیم پړاو د شنبې په ورځ پیل شوی چې د سرطان د میاشتې تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پوره دوه میاشتې وړاندې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره په ښارونو کې د رأی ورکونې د نوم لیکنې بهیر پیل کړ.

که څه هم ټاکل شوې وه چې دا بهیر به یوه میاشت کې دوام کوي، خو د خلکو د کمې ونډې له کبله کمېسیون هغه مهال دغه پروسه د یوې بلې میاشتې لپاره هم وغځوله.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په لومړي، دوهم او درېیم پړاو کې ټول ټال ۷۳۵۰ مرکزونه پلان کړي وو چې له ډلې يې ۱۴۴۸ مرکزونه نه‌دي خلاص شوي چې تر ډېره‌یې لامل نا امني ښودل شوې.

له دې سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تېرې شنبې په ورځ په ولسوالیو او کلیو کې د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې بهیر پیل کړ چې اټکل کېږي د رأی ورکوونکو شمېر زیات کړي.

یاد کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته د روان لمریز کال د میزان د میاشتې ۲۸مه نېټه ټاکلې ده.

د انتخاباتو څارونکي بنسټونه له دې ډلې د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا په دې باور دی چې د نوم لیکنې بهیر له ستونزو ډک و او د نوم لیکونکو کمې شمېرې به دا بهیر وننګوي.

یوسف رشید
یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل:

"کمېسیون ته په کار ده چې په دې اړه یو اساسي فکر وکړي، ځکه چې مهالوېش په ټوله معنی په ټول افغانستان کې نه‌دی پلی شوی، ځکه په ځينو ځایونو کې دا بهیر ناوخته پیل شوی، ځینو مرکزونو ته مواد ناوخته ورسېدل او په ځینو ځایونو کې جګړې وې، تر دې چې د غزني په شان ولایت کې دا لړۍ لا بېخي پیل شوې نه‌ده."

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي بیا وايي، هغه مرکزونه چې د ځينو ننګونو یا د انتخاباتي موادو د نه‌رسېدو له امله تړل شوي وو، هلته دا بهیر غځېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG