د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۷

افغان کرکټ لوبډله له هند سره د لوبې لپاره بنګلور ښار ته ورسېده

‌‌‌د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هندوستان پر وړاندې د تاریخي ټسټ لوبې په موخه تېره ورځ د دغه هېواد بنګلور ښار ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو تر منځ لومړنۍ ټسټ لوبه د روانې جون مېاشتې له ۱۴مې یعنې راتلونکي پنجشنبې ورځې څخه تر ۱۸ نېټې په ایم چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.‌‌

له دې وړاندې افغان لوبغاړي د تېرې نېږدې دوو میاشتو راهیسې په هندوستان کې په تمریناتو بوخت و تر څو د بنګله دېش پر وړاندې شل اوریزو سیالیو او د هندوستان پر وړاندې تاریخي ټیسټ لوبې ته ښه چمتووالی ونیسي.

د افغانستان کرکټ بورډ دا لوبه ځکه تاریخي ګڼلې چې د ټېسټ معیار له اخیستلو وروسته دا لومړی ځل دی چې لوبډله یې له هندوستان سره چې په کرکټ کې خورا زیاته سابقه لري مخ کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG