د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

د لوېدیځو هېوادونو له خوا د روسې په اړه د ټرمپ د وړاندیز رد!


نورو لوېدیځو پیاوړو هېوادونو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه وړاندیز رد کړی دی چې روسیه دې بېرته د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو په ډله کې شامله کړی شي.

د جرمني صدراعظمه انګیلا مرکل وايي، د اروپايي ټولنې مشران په کاناډا کې د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو تر غونډې مخکې په دې سلا شوي وو چې روسیه تر هغې د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو ډلې ته نه شي ستنېدلای، څو چې د اوکراین د ستونزو په تړاو د پام وړ پرمختګ نه وي شوی.

اګیلا مرکل
اګیلا مرکل

اروپايي ټولنه د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو په ډله کې څلور غړي هېوادونه لري.

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډه پرون د کاناډا په کوبیک کې پیل شوې او نن هم دوام کوي.

روسیه څلور کاله مخکې وروسته له هغې د نړۍ د صنعتي هېوادونو له ډلې چې هغه وخت د ۷ پر ځای ۸ هېوادونه وو، وایستل شوه چې دې هېواد له اوکراین څخه د کریمیا ټاپوزمه لاندې کړه او ددې هېواد په ختیځ کې یې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ پیل کړ.

اوکراین د ختیځ په کړکېچ کې تر اوسه پورې ۱۰ زره او ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

خو په داسې حال کې چې د جرمنې صدراعظمې د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو په ډله کې د روسیې د بیا شاملېدو مخالفت کړی، د ایټالیا نوي صدراعظم بیا د ولسمشر ټرمپ وړاندیز پرځای بللی دی.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډې ته پر لاره ویلي:

"ښايي ستاسو خوښه وي او یا نه، ښايي په سیاسي توګه به دا سمه نه وي، خو موږ ته په نړۍ کې نظم را په غاړه دی او د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه پخوا ۸ ستر صنعتي هیوادونه وو او دوی ترې روسیه و ویستله، دوی کولای شي چې روسیې ته بېرته په دې ډله کې د ګډون لاره ورکړي، ځکه موږ باید روسیه د خبرو اترو پر میز له ځان سره ولرو."

د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو چې هېواد یې د نړۍ د ۷ صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې کوربه دی، د ولسمشر ټرمپ په دې وړاندیز ناخوښي ښودلې ده.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې کرسټیا فریلنډ وايي، روسیې څرګنده کړې ده چې د لوېدیځ د ډموکراسۍ په چوکاټ له برابر چلند سره هېڅ ډول علاقه نه لري.

کرسټیا فریلنډ
کرسټیا فریلنډ

نوموړې زیاته کړې چې دې ته په پام د نړۍ په ۷ سترو صنعتي هېوادونو کې د روسیې بیا راشریکولو ته هېڅ دلیل وجود نه لري.

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو نورو غړو هم د ولسمشر ټرمپ له دې وړاندیز سره چې روسیه دې بیرته په دې ډله کې شامله شي، خپله نارضایتي څرګنده کړې ده.

بله خوا د امریکا د کانګرس ډېرو جمهوري غوښتونکو او ډموکراتو غړو هم د نړیوال تجارت او نړیوال نظم په اړه د امریکا د ولسمشر د مسیر د بدلون په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د امریکا په سنا کې د ډموکراتانو مشر چوک شمر ویلي، د امریکا ولسمشر باید د خپلو متحدانو او مخالفانو ترمنځ توپیر وکړي.

جمهوري غوښتونکي سناتور بن ساس ویلي ټرمپ باید پوه شي چې پوتین د امریکا دوست نه دی، د ولسمشر ملګری هم نه دی، پوتین یو مستبد رهبر دی چې د شوروي اتحاد په بڼه د امریکا پر ضد پټه جکړه کوي او زموږ مشران یې باید په وړاندې ورته عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG