د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټیټوالي لامل څه شی دی؟


د افغانستان بانک رئیس وايي، سیاسي بې ثباتي او د سوداګرۍ د بیلانس کسر د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د رالوېدو عمده عوامل دي.

خلیل صدیق وايي، که څه هم دوی سږ مالي کال د تېر هغه د همدې مودې په پرتله له درې سوه میلیونو څخه زیات ډالر بازار ته عرض کړي، خو د بېلابېلو عواملو سربېره پر راتلونکي د افغانانو بې باوري د هېواد پر اقتصادي وضعیت او د افغانیو پر ارزښت بد اغېز کړی.

ښاغلی خلیل صدیق چې د شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غبرګولې ۱۹»د ولسي جرګې له لورې استجوابیه غونډې ته وربلل شوی و، ویې ویل چې د افغانستان بانک تر خپله وسه د افغانیو د ارزښت باثباته ساتلو لپاره هڅې کړي، خو د ځینو لاملونو مخنیوی د دوی له وسه پورته کار دی.

خلیل صدیق
خلیل صدیق

نوموړي زیاته کړه:

"د سوداګرۍ د بیلانس په کچه کې لوی کسر موجود دی دا په دې معنا چې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو لپاره جدي تقاضا موجوده ځکه چې واردات پرې کېږي، بل مهم فکتور سیاسي بې ثباتي دي او د راتلونکي په اړه د خلکو فکر دی چې د سیاسي فکتور اغیز تر اقتصادي هغه په مراتبو زیات دی."

نوموړي زیاته کړه چې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت له راټېټیدو سره ـ سره لاهم افغانۍ په سیمه کې له با ثباته پیسو څخه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له شااوخوا دریېو میاشتو راهیسې د اسعارو د راکړې ورکړې په بازارونو کې د افغانیو بيې د بهرنیو او په ځانګړې توګه د امریکايي ډالرو په مقابل کې رالوېدلې دي.

په همدې څو ورځو کې د افغانستان د اسعارو د راکړې ورکړې په مرکزي مارکېټ شهزاده سرای کې یو ډالر په څه باندې ۷۱ افغانۍ پلورل کېږي.

د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت رالوېدو د توکو پر بیو هم منفي اغیز کړی.

اخوا د افغانستان بانک مسؤلین بیا وايي چې له ستونزو سره ـ سره لاهم افغانۍ په سیمه کې له با ثباته اسعارو څخه ګڼل کېږي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي انتقاد کوي چې د منظمو هر اړخیزو پالیسو په پلي کېدو سره کېدای شي چې د افغانیو د ارزښت د رالوېدو مخه ونیول شي، خو د افغانستان بانک دغه مسئله دومره جدي نه ګڼي.

د ولسي جرګې غړی عظیم محسني وايي:

"ورځ تر بلې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي خو دغه مسئله رئیس صاحب داسې عادي مطرح کړه چې ګواکې کچالو او پیاز خپل ارزښت له لاسه ورکوي، په دې اړه د دوی وضاحت په هیڅ وجه موږ ته د قناعت وړ نه دی."

محسني: ورځ تر بلې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي
محسني: ورځ تر بلې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي

د ښاغلي محسني په خبره د افغانستان بانک او په ټوله کې حکومت د افغانیو د رالوېدلې د مخینوي سربیره په هېواد کې د بهرنیو اسعارو د استعمال په مخنیوي کې هم پاتې راغلی.

که څه هم د افغانستان بانک رئیس د ا افغانیو د ارزښت د باثباته ساتلو لپاره د کورنیو او بهرنیو عواملو لمنځه وړل مهم بولي، خو وکیلان وايي، مرکزي بانک د هغه ستونزو په حل کې هم ناتوانه دی چې دوی پورې اړه لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG