د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۳۵

سلمان د فوټبال نړیوال جام سیالیو د پیل په مراسمو کې ګډون کوي


د سعودي عربستان ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان به د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د پیل په مراسمو کې د ګډون لپاره، روسیې ته ولاړ شي.

د روسیې خبري اژانس، انټرفکس پرون جمعه د کرېملېن د ویاند، دېمتري پېسکوف په حواله وویل چې شهزاده سلمان ښايي د روسیې له ولسمشر سره هم وګوري.

د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ، د راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ، د جون د میاشتې پر څوارلسمه نېټه، په روسیه کې پېلېږي.

د سیالیو د پیل په ورځ، د سعودي عربستان د فوټبال لوبډله په مسکو کې، د روسیې د فوټبال له لوبډلې سره مخامخ کېږي.

سعودي عربستان او روسیه د نړۍ د تېلو ستر صادرونکي دي.

XS
SM
MD
LG