د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

افغانستان یوه ورځ وروسته چې مؤقت اوربند اعلان شو د څو بریدونو شاهد و


افغانستان یوه ورځ وروسته له هغې ولسمشر اشرف غني مؤقت اوربند اعلان کړ، نن د څو خونړیو بریدونو شاهد و.

په جلال اباد کې د ولسي جرګي د یوه غړي فریدون مهمند پر کور په وسله واله برید کې چې مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخېستی، درې تنه، د پولیسو یو افسر او د یوه کور ښځه او مېړه وژل شوي او پنځه تنه نورټپیان شوي دي.

د لغمان په مرکز مهترلام کې بیا د چارواکو په وینا په یوه موټر سایکل کې د ځای پرځای بم په چاودنه کې د مولوي محمد یونس شمه خیل په ګډون ۴ تنه وژل شوي او دولس تنه نورټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې نن پر یوه جومات د وسله والو په برید کې دوه تنه مړه او اوه تنه ژوبل شول.

د دغه برید مسولیت هم تراوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی .

د جوزجان چارواکي هم پر یوې امنیتي پوستې د داعش د وسله والو په برید کې د پنځو محلي پولیسو د وژل کیدو خبر کوي.

دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن نن وویل چې د مؤقتي اوربند په موده کې به چې پر وسله والو طالبانو حملې بندېږي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد عملیات لا سخت شي.

نیکلسن وویل، دغه اوربند چې ولسمشر اشرف غني پرون د روژې له ۲۷ د اختر تر ۵ پورې اعلان کړ، ډېر مهم ځکه دی چې له دې مخکې داسې یو اوربند نه و اعلان شوی.

طالبانو تر اوسه هغه ته ځواب نه دی ویلی، د نیکلسن په وینا نه پوهېږي چې طالبان به څه ډول پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG