په نورستان کې پولیس وايي، له تېرو درېیو میاشتو يې معاشونه نهدي اخیستي چې له امله يې ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي، له تېرو څو میاشتو ورته ویل کېږي چې بایو مټریک کېږئ، خو تر اوسه يې درک نه لګېږي او معاشونه يې بند دي.
د نورستان ولایت د اکثرو ولسوالیو ملي پولیسو دا څلورمه میاشت ده چې معاشونه يې نهدي اخېستې.
دوی وايي، په سختو غرنیو او ځنګل لرونکو سیمو کې د وطن او خلکو دفاع لهپاره په مورچو کې پراته دي، خو په خپل وخت ورته میاشتنۍ تنخواګانې نه رسېږي.
د نور ګرام ولسوالۍ امینه قوماندان اختر محمد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته پولیسو ته د معاشونو د نه رسېدو په اړه وویل:
"تنخوا خو دا څلورمه میاشت ده چې موږ ته نهده راکړل شوې. د بایو مټریک لهپاره يې دا موضوع درولې ده، مشکلات خو له اندازې زیات دي. نورستان له مشکلاتونو ډک دی."
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د برګيمټال، کامدیش، منډول او دواب ولسوالیو سره هم په یاده ستونزه خبرې وکړي، خو بریالی نهشو.
بلخوا د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه یوازې د واما، وانټ وایګل او مرکز پارون پولیس بایومټریک شوي او نور ټول له یادې پروسې پاتې دي او غوښتنه يې دا ده چې څومره ژر چې کیدای شي باید ټول پولیس يې بایومټریک شي او معاشونه ورکړل شي.
هغه وړاندې وویل:
"د نورستان په لېرې پرتو سیمو لکه د کامدیش، برګيمټال، نورګرام، منډول او دواب ولسوالیو کې پولیس له بایو مټریکه پاتې دي. یوازې د مرکز پارون، واما او وانټوایګل ولسوالیو پولیس بایو مټریک شوي دي. دا ستره ستونزه ده، ځکه چې پولیس له یوې خوا په ډېرو سختو شرایطو کې دندې ترسره کوي او له بل لوري معاشونه نه ورکول کېږي. زموږ غوښتنه هم دا ده چې ژر تر ژره دې دغه ستونزه هواره کړی شي."
د یادونې وړ ده چې د هېواد په اکثرو سیمو کې خیالي پولیس، خیالي ښوونکي، خیالي معلولین او د دولت په هره برخه کې د خیالي کار کوونکو په نوم مسؤلینو معاشونه اخېستل، همدې خبرې اوسنی حکومت مجبور کړ چې ټولو کارکوونکو ته د بانک له لارې معاشونه ورکړي او د بایو مټریک په وسیله خپل دفترونه او صفونه له خیالي کسانو خلاص کړي او د دولت بودجه محفوظه کړي.
راپور: روح الله انوري ـ نورستان