د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۵۲

بهاوي: د روان کال له پیله د هیروئینو ۸۰ قاچاقچیان په هوايي ډګرونو کې نیول شوي


په روان ميلادي کال کې لسګونه تنه په دې تور نيول شوي چې د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه‌يې هندوستان ته نشه‎يي مواد قاچاق کول.

د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د روان میلادي کال له پیله بیا تر اوسه پورې ۸۰ کسان په‎دې تور نيولي چې تر ۸۵ کېلو ګرامو ډېر هیروئین‌يې د هوايي ډګرونو له لارې بهر ته قاچاق کول.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیر نظام‌الدین بهاوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د نشه‎يي موادو نړيوالو قاچاقي شبکو اوس د هوايي ډګرونو له لارې قاچاقو ته مخه کړې ده.

ښاغلی بهاوي وايي چې د نشه‎يي موادو د قاچاقو ارتباطي شبکه له نورو شبکو سره مستقیمې اړیکې لري او د افغانستان په څو ولایتونو کې خپلې څانګې لري.

د ښاغلي بهاوي په وینا دا شبکې د خلکو له بې‎وزلۍ ناوړه ګټه اخلي او د دې بې‎وزله خلکو په‎واسطه نشه‎يي مواد بېلابېلو هېوادونو ته قاچاقوي.

نوموړی وايي:

"تر ۸۰ ډېر قاچاق کوونکي مو ونیول چې ډېرو یې نشه‎يي مواد په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او هند ته‌یې قاچاق کول. یوازې هند ته د نشه‎يي موادو قاچاق کوونکي نه‎دي نیول شوي، بلکې هغه کسان مو هم نیولي چې ترکیې او دُبۍ ته‌یې نشه‎يي مواد قاچاق کول. موږ هڅه کوو چې اصلي کسان ونیسو، سږ کال مو څو عملیات وکړل چې بریالي وو. څه موده مخکې مو یوه لویه ډله ونیوله چې د څو ولایتونو کسان په‎کې شامل وو او د دې ډلې څو مشران مو هم ونیول."

ښاغلی بهاوي زیاتوي چې د نشه‎يي موادو د قاچاقي شبکو مشران هغه مهال ونیول شول چې د ځينو قضیو د څېړلو پر مهال د هغوی ادرسونه پيدا او بيا د ځانګړو تعقيبي عملياتو په نتيجه کې ونيول شول.

د ښاغلي بهاوي په خبره د هوايي ډګرونو له لارې د قاچاق کوونکو زیاتوالي ته په پام سره به د روان کال تر پایه پورې ۴۰۰ نور قاچاق کوونکي هم ونیول شي.

په نیول شویو ۸۰ کسانو کې پنځه تنه‌یې د پولیسو منسوبین دي چې په هوايي ډګرونو کې يې له قاچاق کوونکو سره مرسته کوله.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، هغه کسان چې د اقتصادي ستونزو له امله‌یې د نشه‎يي موادو قاچاق ته مخه کړې، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې قانون او جزا کوډ له مخې د بند د مودې د کمولو په بدل کې له دوی سره همکاري کړې او په نتیجه کې دوی بریالي شوي چې د نشه‎يي موادو د قاچاقي شبکو مشران ونیسي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد وايي، د نشه‎يي موادو د قاچاقي شبکو اړیکې له افغانستانه نيولې بيا د جنوبي اسیا هېوادونو، اروپا او امریکا پورې غځېدلي دي.

خالد مؤحد
خالد مؤحد

ښاغلی مؤحد زیاتوي:

"دا شبکې پېژندل شوې دي. کله چې په کابل کې د دې شبکو د غړو قضيې د عدلي او قضايي مرکز له لوري وڅېړل شي، نو په نتيجه کې يې د دې شبکو پنځه تنه مشران هم مشخص او په کابل او ولایتونو کې ونیول شول، خو له بده‎مرغه چې دا ستونزه اوس هم جدي ده. نشه‎يي مواد له افغانستانه هند او بيا د هند له لارې اندونیزیا او مالیزیا هېوادونو ته قاچاق کېږي او له هغه ځایه د سمندر له لارې نړیوالو مارکېټونو، اروپايي او عربي هېوادونو او ان امریکا ته انتقالېږي."

د هرات له هوايي ډګره هند ته د نشه‎يي موادو قاچاقو د ډېروالي له امله څه موده وړاندې له دې ولایت څخه ډېلي ته مستقیمې الوتنې ځنډېدلې وې، خو له دوو اوونیو راهيسې بېرته پیل شوي دي.

د افغانستان له نشه‎یي موادو سره د مبارزې اداره وايي، که څه هم دوی په هوايي ډګرونو کې د قاچاق کوونکو د پېژندلو پر مهال له تجربو او پرمختللو وسایلو څخه کار اخلي، خو له دې سره سره بیا هم قاچاق کوونکي د نشه‎يي موادو د قاچاق پر مهال له نویو لارو چارو څخه کار اخلي.

د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG