د ازادي راډيويي مجلې نننۍ ګڼه چې د ځوانیمرګ شاعر سراج ګلاب روح ته ډالۍ شوې په لاندې مطالبو راښکلې شوې ده.
- په هنر جاج کې د کوټې پوهنتون استاد صادق ژړک سره د پښتونوالې جاج اخلو.
- په فنکار کې لیکوال او شاعر سلیمان خپلواک د خپلې شاعرۍ پر لاملونو غږېږي.
- په زرپاڼه کې به لنډه کیسه «شیریني» واورئ.
- په ادب جام کې به د پښتو ژبې د لومړنیو غزلبولو شاعرانو له ډلې د اکبر زمینداوري د ژوند احوال واخلو.
- په ورېښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د څلورم سرود لومړۍ برخه واورئ.
دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب