افغان فوټبالر مصطفی ځاځی د شمالي تایلنډ د فوټبال درېیم لیګ سیالیو کې د فرای يونائټيډ لوبډلې سره لوبېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د دغو سیالیو په تېر پړاو کې ښاغلي ځاځي د چاچوګنجسو لوبډلې لپاره لوبه کوله.
د فوټبال فدراسیون په خبره، د شمالي تایلنډ د فوټبال درېیم لیګ سیالیو په تېر پړاو کې مصطفی ځاځی ښه وځلېد او د يونائټيد لوبډلې د مشرانو پاميې ځان ته واړوه.
د فرای لوبډلې په خپله رسمي وېبپاڼه کې لیکلي چې د دغه نوښتګر هافبک لوبغاړي په اخیستلو سره غواړي د شمالي تایلنډ له درېیم لیګ سیالیو نه دوهم ته لار پيدا کړي.