د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

د اسرائيل صدراعظم د اروپا په سفر وتلى


د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو د جرمني، فرانسې او بريتانيې له مشرانو سره د خبرو لپاره د اروپا په سفر وتلى دى.

له درېيو اروپايي مشرانو سره د اسرائيل د صدراعظم بنيامين نتانياهو په خبرو کې د ايران د اټمي موافقې اصلاح او له سوريې د ايراني ځواکونو د وتلو موضوع شامله ده.

ايران دغه اټمي تړون په ٢٠١٥میلادي کال کې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره لاسليک کړى و.

بنيامين نتانياهو جرمني، فرانسې او بريتانيې ته په دې څلور ورځني سفر کې اول د جرمني له صدراعظمې انګيلا مېرکل سره ګوري.

انګیلا مېرکل او بنیامین نتانیاهو
انګیلا مېرکل او بنیامین نتانیاهو

د اسرائيل صدراعظم اروپا ته تر خپل سفر مخکې ويلي وو چې له درېيو اروپايي مشرانو سره د ايران په اړه خبرې کوي.

ده وويل، غواړي چې پر ايران د اټمي پروګرام له کبله فشارونه زيات شي.

بنيامين نتانياهو نن دوشنبه د تل ابيب په بن ګوريون هوايي ډګر کې اروپا ته تر روانېدو مخکې وويل:

"زه په مهم ماموريت اروپا ته ځم، هلته له درېيو مشرانو سره ګورم، پر دوو موضوعاتو ورسره خبرې کوم، ايران او بيا هم ايران."

د اسرائيل صدراعظم نتانياهو د خپل هېواد د کابينې غونډې ته پرون وويل، له اروپايي مشرانو سره د سيمې پر تحولاتو خبرې کوي او پر ايران به تمرکز کوي، په ځانګړي ډول د ايران د اټمي پروګرام د درولو د هڅو پر دوام.

هغه په خپلو خبرو کې وويل:

"زه يو نه بدلېدونکى واقعيت واضح کوم چې اسرائيل ايران ته اجازه نه ورکوي چې اټمي وسله ترلاسه کړي."

د نتانياهو په خبره، دوهمه موضوع چې له اروپايي مشرانو سره يې مطرح کوي، په منځني ختيځ کې د ايران د نفوذ او شخړو ته د لمن وهلو د هڅو مخنيوى دى، په ځانګړي ډول په سوريه کې.

XS
SM
MD
LG