د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

ولسي جرګه: د ۱۰ فیصده مخابراتي خدمتونو په مالیه کې میلیاردونه افغانۍ توپیر شته


د افغانستان د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون د حکومت له لوري د ۱۰ فیصده مخابراتي خدمتونو د مالیې په راټولولو اندېښنه څرګندوي.

د دغه کمېسیون رئیس وايي، د مخابراتي شرکتونو له لوري د راټولې شوې مالیې وړاندې شوي ارقام د مخابراتو وزارت له وړاندې شويو ارقامو میلیاردونه افغانۍ لوړ دي.

قیس حسن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» د دغې جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د ۱۰ فیصده مخابراتي مالیې په غیر شفاف ډول راټولېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"مخابراتو وزارت بېل ارقام ورکوي، دغه ارقام له هغو ارقامو سره ډېر توپير لري چې د مخابراتي شرکتونو له لوري وړاندې کېږي، که منطقي يې وشمېرو، تفاوت ۱۰ چنده دی، یعنې میلیاردونه افغانۍ توپير لري."

ښاغلی حسن همدا شان وايي، ولې د مخابراتو وزارت د مخابراتي مالیې د شفافې راټولونې لپاره هغه سیستم چې مخکې یې طرحه کړی و، رامنځته نه‌کړ.

افغان حکومت دوه کاله وړاندې پر مخابراتي پېرودونکو باندې په ۱۰۰ کې د ۱۰ فیصده مالیې راټولول وضع کړل.

د وزیرانو شورا دا پرېکړه د ولسي جرګې د غړو له سختو غبرګونونو سره مخ شوه او له غبرګونونو وروسته ولسي جرګې رد کړه.

خو د دغې مصوبې له رد سره سره د مخابراتي شبکو له خدماتو څخه ۱۰ سلنه مالیه ټولول همداسې دوام لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، له مخابراتي خدمتونو د ۱۰ فیصدو راټولولو په اړه د حکومت له پرېکړې وروسته ۱۹،۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

ښاغلي اریوبي د دغه محصول د راټولولو لپاره د یوه سیستم د جوړولو په هکله وویل چې د یاد سیستم د فعالولو چارې وروستۍ شوي او ډېر ژر به د ۱۰ فیصدو مالیاتو مصرفي کارتونه رامنځته شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي

دی وایي:

"کله چې له شرکتونو سره حساب کېږي، پیسې یې د کمپنیو له اکاونټونو څخه په مستقیمه توګه د افغانستان بانک ته لېږدول کېږي، هېڅ یوه اداره ورته لاسرسی نه‌لري، کله چې دغه پیسې په شرکتونو کې ځانګړې شي، د هرې میاشتې په پای کې افغانستان بانک ته لېږدېږي."

بل‌خوا د اقتصادي چارو پوه تاج محمد اکبر وايي، د مخابراتي خدمتونو د ۱۰ فیصده مالیاتو په راټولو کې پراخ فساد موجود دی او د ده په خبره، د دغو راټولو شویو پيسو ډېره برخه دولتي چارواکو ته ورځي.

ښاغلی اکبر وړاندیز کوي چې حکومت باید د دغو مالیاتو د راټولو لپاره یو منظم سیستم جوړ کړي.

دی وایي، که دغه مالیات په شفافه توګه راټول شي، د دولت پر عوایدو به مثبت اغېز وکړي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG