په داسې حال کې چې د امريکا متحده ايالات پر ايران د فشار زياتولو غوښتنه لري، په خليج کې د عرب هېوادونو د يوې سيمهييزې جبهې يووالى ممکن نهښکاري.
په سيمه کې د امريکا لپاره داسې يو اتحاد ډېر مهم ګڼل کېږي.
د خليج د همکارۍ شورا د شپږو غړو ترمنځ کمرنګه شوې همکاري له تېر کال راهيسې په سيمه کې د امريکا متحده ايالاتو د پوځي تمريناتو د کمېدو سبب شوې ده.
واشنګټن د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو سيمې ته ولېږه چې په تېلو د غني هېواد قطر د همکارۍ د کمېدو مخه ونيسي.
د خليج د همکارۍ شورا غړي بحرين، کوېټ، سعودي عربستان، عمان، قطر او متحده عرب امارات دي.
سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او مصر د تېر ميلادي کال په جون مياشت کې له قطر سره خپلې اړيکې پرې کړې، دغه هېواد يې له ايران سره د نږدې اړيکو په لرلو او په سيمه کې د افراطي ډلو په ملاتړ تورن کړ.
قطر د دغه تحريم په ځواب کې له ايران سره بشپړ ډيپلوماتيک روابط پيل کړل، کله چې امريکا د ايران له اټمي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ، قطر داسې اشارې کړي چې ګواکې هر څه سم روان دي او قطر غښتلى دى.
د اسوشیټېډ پرس اژانس په حواله، د خليج د همکارۍ شورا له زيات وخت راهيسې د ايران په وړاندې د يوې قوې په توګه مطرح وه چې د امريکا پوځ تهيې هم خاص اهميت درلود.
په بحرين کې د امريکا د پوځ پنځمه فرقه دېره ده، په کوېټ کې هم د امريکا يوه مرکزي قومانداني شته، دغهراز د امريکا جنګي او بېپېلوټه الوتکې او سرتېري هم پهکې دېره دي.
د دوبۍ جبل علي بندر په بهر کې د امريکا تر نفوذ لاندې له ګڼه ګوڼې ډکو بندرونو څخه دى.
د قطر په العديد پوځي اډه کې د امريکا لسګونه زره سرتېري دېره دي چې د امريکا د قوماندې له عمده مرکزونو ګڼل کېږي.
که څه هم په عمان کې د امريکا ځواکونه دېره نهدي، خو دغه هېواد امريکايي پوځيانو ته اجازه ورکوي چې د دوى له پوځي اډو استفاده وکړي، د امريکايي او غربي ډيپلوماتانو په تګ راتګ کې هم عمده رول لوبوي.
سعودي عربستان هم په يمن کې د حوثي ياغيانو په وړاندې په جګړه کې د امريکا پر پوځي ملاتړ متکي دى.
دغه ټول هېوادونه په خپلو کې کوچني يا هم لوى سياسي اختلافات لري.
په اوسني وضعيت کې د دغو ستونزو حل د امريکا متحده ايالاتو لپاره خورا اهميت لري.
له قطر سره د خليج د همکارۍ شورا د پنځو نورو غړو اختلافاتو د دوحې او تهران ترمنځ اړيکې ښې کړې دي.
قطر او ايران اوس بشپړ ډيپلوماتيک روابط لري او تجارتي همکاري يې هم ترمنځ غوړېدلې ده.
د قطر دفاع وزير پرون په سنګاپور کې يوې امنيتي غوندې ته وويل، هېواد يې د ايران په وړاندې په هېڅ کومه جګړه کې برخه نهاخلي.
خالد العطيه وويل، ايا دا عاقلانه کار دى چې له امريکا او اسرائيل وغواړو چې د ايران پر ضد وجنګېږي؟
ده وويل که کوم درېيمګړى په سيمه کې جګړې ته لمن ووهي، دا کار به ډېر خطرناک وي.
د قطر دفاع وزير د کوم ځانګړي هېواد نوم ياد نهکړ، خو دغه څرګندونې کېدلاى شي سعودي عربستان ته راجع وي چې د ايران سرسخت سيال هېواد دى.