د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۴

په جګړو کې د ویجاړ شوي کابل د بڼې د بدلېدو هڅې!

کابل ښار د جګړې په څو لسیزو کې ډېر ویجاړ شوی، خو په افغانستان کې د هنري پانګې، د اسلامي تمدن د هنري اثارو او نندارتونونو په جوړولو سره هڅه کېږي چې د کابل جګړه ځپلی تصویر بدل شي.

د بابر په مشهور بڼ کې چې د مغولو د دورې د لومړي امپراتور بابر مقبره هم په‌کې ده، په افغانستان کې د ۱۶مې پېړۍ د لسګونه میناتوري اثارو ماشیني کاپي ګانې نندارې ته اېښودل شوي چې د اسلامي تمدن او زغم ارزښتمندې نښې بلل کېږي.

د ۱۶مې پېړۍ په منځنیو کلونو کې چې تیموریان پر دې سیمه واکمن وو، په هرات کې د میناتورۍ هنر ډېره وده کړې وه.

له دې امله، د بابر زوی همایون له هراته هنرمندان کابل ته راوبلل او هغوی ته‌یې د داسې ځانګړو نقاشي اثارو د رامنځته کولو امر وکړ چې تر نن نه پورې په افغانستان کې د یوې تاریخي دورې د ښکلا او شان انځور دی.

د فرانس پرس خبري اژانس په حواله، د امریکایي تاریخ پوه او د اسلامي هنرونو د څېړونکي مایکل باري لپاره د ۶۰ هنري اثرونو نندارې ته وړاندې کول، د هغې وعدې پر ځای کېدل دي چې هغه یو وخت له ځان سره کړې وه.

مایکل باري د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي:

"په ۱۹۹۰ میلادي کال کې زه دلته د کورنۍ جګړې پر وخت د بابر په باغ کې ولاړ وم، راکټ او د هاوان مرمۍ راورېدې، ما له ځان سره قسم وکړ چې یوه ورځ‌یې شان او شوکت بېرته راوړم."

امریکايي تاریخ پوه ، مایکل باري ویلي چې په بابر بڼ کې د مغولو د امپراتورۍ د دې نندارتون جوړول، د داسې یوه هېواد د فرهنګي فخر او شان د بیا رغولو هڅه ده چې ډېر څه‌یې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي.

د دې میناتوري اثارو اصلي کاپي ګانې یې په نړۍ کې په شخصي او د نړیوالو سازمانونو په نندارتونو کې دي او د امریکايي تاریخ پوه مایکل باري په وینا، دومره نازک دي چې باید ډېر وخت له رڼا لیرې او په تاریکه کې وساتل شي، خو په امریکا کې د افغانستان د مطالعاتو انستتیوت د دې نقاشیو کاپي اخیستي، په فرانسه کې يې د ځانګړو ماشینونو په مرسته لويې کړي او پر فلز يې له سره چاپ کړې دي.

د ډاکتر باري په وینا، د دې نندارتون د جوړولو یو هدف دا دی چې عادي افغانان د خپلو فرهنګي میراثونو او له هغو هنري اثارو خوند واخلي او په ارزښت‌یې وپوهېږي چې له پخوانیو پېړیو ورته پاتې شوي دي.

بابر بڼ د مغولو د امپراتورۍ له وروستیو باغونو دی چې په بشپړ ډول لا هم نه‌دی تخریب شوی.

د بابر بڼ یوه څنډه
د بابر بڼ یوه څنډه

ملګرو ملتونو دا بڼ د یوې فرهنګي او هنري دورې فوق‌العاعده مثال بللی دی.

د بابر بڼ لکه څرنګه چې په نوم کې يې څرګندېږي، د مغولو پاچا بابر جوړ کړی و او بالاخره‌یې مقبره هم په همدې باغ کې جوړه شوه.

امریکایي تاریخ پوه مایکل باري ویلي چې په بابر بڼ کې د دې نندارتون جوړېدل به افغانانو ته دا ورپه‌یاد کړي چې هېواد یې یو وخت بې‌سارې هنري پانګه درلوده او فوق‌العاده ظریف هنري اثار په‌کې پاتې دي.

مایکل باري ویلي، دا هنري اثار په ټوله نړۍ کې د اسلامي زغم بې‌سارې نښه ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG