د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د لوړو زده کړو په برخه کې د ارزګان د ۱۲ټولیګو ښځینه فارغینو ته زېری


د ارزګان ولایت د لوړو زده کړو مؤسیسې مسؤلین وايي، که په دغه ولایت کې مېرمنې غواړي چې لوړې زده کړې وکړي نو کلتوري او ټولنیزو شرایطو ته په کتو سره به سږکال ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

په ارزګان ولایت کې پر داسې مهال مېرمنو ته د لوړو زده کړو په برخه کې ځانګړې پاملرنه کېږي چې په دغه ولایت کې انجونو ته تر دوولسم ټولګۍ پورته خپلې کورنۍ کلتوري محدودیتونو په کتو سره اجازه نه ورکوي.

د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسیسه چې دوې پوهنځی لري لکه کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځی شااوخوا ۷ کاله وړاندې په دغه ولایت کې په فعالیت پیل کړی چې یوازې نارینه زده کونکې پکې زده کړې کوي.

په دې اړه د شریف الله شرافت راپور واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG