د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د جلال اباد ښاریان: په امنيتي ارګانونو کې د بدلونونو مثبتې اغېزې لیدل کېږي


د جلال اباد ښاريان د ننګرهار په امنيتي برخه کې د پراخو بدلونونو د راوستلو هرکلی کوي او په خبره يې چې د دغو تغيراتو مثبت تاثيرات په ښار کې ليدل کېږي.

د ننګرهار ولايتي ادارې د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې د امنيې قوماندانۍ اړوند په ۴۱ کليدي بستونو کې تغيرات راوستي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوږياڼی وايي چې دغه تغيرات له امنيې قوماندانه نيولې، د ولسوالیو قوماندانان او د ښار د حوزو آمرين هم په کې شامل دي.

عطاالله خوګیاڼی
عطاالله خوګیاڼی

دی زیاتوي:

"په دې ګمارنو کې خپله امنیه قوماندان، د قوماندانۍ مالي او اداري مرستیال، د حوزو امرین، د ۱۷ ولسوالیو امنيه قوماندانان او د قوماندانۍ اړوند په نورو برخو کې مسؤلین شامل دي."

د جلال اباد ښاریان د امنيې قومندانۍ اړوند ددې پراخو تغيراتو راتګ مثبت ګڼي او وايي چې د ښار په امنیت کې یې د پام وړ بدلون راغلی دی.

دوی وایي:

"زه ګلستان تمیم یم، د ننګرهار اوسېدونکی، د وروستیو تحولاتو په اساس په ننګرهار کې مثبت بدلونونه ترسترګو کېږي، لامل يې دادی چې د پخوا په پرتله د پولیسو کمربندونه هم زیات شوي، پلټنې هم زیاتې شوي او موږ يې په ښار کې عملاً تاثيرات ګورو او غوښتنه مو داده چې دې تغيراتو ته دوام ورکړي."

"دوست محمد سعادت یم، دغو وروستیو کې په امنيتي ارګانونو کې چې کوم تغيرات راغلي، زه خپله ډېر زیات خوښ یم، ځکه امنيتي ځواکونه د ښار دننه او دروازو کې پلټنې زیاتې کړي او موږ يې عملاً تغيرات په ښار کې ګورو، ځکه هغه پېښې چې پخوا کېدلې، اوس راکمې شوې دي."

په ورته وخت کې د ننګرهار والي حيات الله حيات وايي، مرکزي ادارې د ننګرهار امنيت جدي ګڼلی او په دې برخه کې د پراخو تغيراتو د راوستولو پرېکړه کړې.

دی وايي، اوس پکار ده چې ولسونه له همدې چانسه ګټه واخلي او له خپلو امنيتي ځواکونو سره په ګډه د امنيت په راوستو کې ونډه واخلي.

حیات الله حیات
حیات الله حیات

نوموړي وویل:

"زه ولسوونو ته اطمنان ورکوم چې که د دوی همکاري له امنيتي ځواکونو سره و اوسي، په ډېر لنډ وخت کې به د جلال اباد په ښار کې د امنيت په برخه کې ډېر نور مثبت تغيرات راشي، تر څو خلک په ډاډ سره ژوند وکړي."

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، په امنيتي سکټور کې د تغيراتو راوستلو لړۍ لا هم روانه ده او په نېږدې راتلوونکي کې د امنيت، عامه نظم او نورو ارګانونو کې هم د پام وړ بدلونونه راشي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG