د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د څو تنو د صحرايي محاکمې په اړه اندېښنې!


د کابل ولایتي شورا په هېواد کې د بشپړ امنیت له نشتوالي او د دغه ولایت په ولسوالیو کې، د طالبانو پر موجودیت اندېښنه ښيي.

د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته چې څو کسان پکې له یوې ښځې سره د نامشروع اړیکو د لرلو په تور، د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا صحرایي محاکمه کېږي، د کابل ولایتي شورا وايي، د دغه ولایت اکثره ولسوالۍ امن نه دي.

د دغې شورا رئیس رحیم الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ولایت په اکثرو ولسوالیو او په تېره په قره باغ ولسوالۍ کې امنیتي ګواښونه، جنايي پېښې او د طالبانو موجودیت څرګند دی او اوسېدونکي یې لازم امنیت نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د هغو اطلاعاتو له مخې چې موږ يې لرو، د ولسوالیو په کلیو او سیمو کې خلک په امن کې نه دي، زه پخوا تردې هم د څو پېښو شاهد یم، اوس چې په ولسوالیو کې دغه شان ناامني ده، سبا به په ښار کې هم ناامني وي، له دولته مو هیله ده چې ډېر ژر د ولسوالیو د امنیت په برخه کې هڅې وکړي."

د کابل د ولایتي شورا رئیس دغه پېښه له تصوره لېرې نه ګڼي وايي، سربېره پردغې پېښې، د کابل ولایت په ولسوالیو کې د وژنو، غلاګانو، سړي تښتونې او ګواښونو په شمول، ډېرې پېښې رامنځته شوي او په خبره یې حکومت ورته پام نه دی کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل د ولایتي شورا مسؤلین د کابل ولایت په ولسوالیو کې پرا منیتي ستونزو او په کې د طالبانو پر شتون اندېښنې ښيي بلکې، پخوا تردې د ولسي جرګې ځینو غړیو هم ورته ستونزې په ګوته کړي دي.

په ورته وخت کې د کابل امینه قومانداني د کابل په ټولو ولسوالیو کې د امنیت خبر ورکوي او ټینګار کوي چې په قره باغ ولسوالۍ کې به د طالبانو لخوا د څلورو ځوانانو د صحرايي محاکمې قضیه په جدي توګه وارزوي.

حشمت ستانکزي
حشمت ستانکزي

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي په دې اړه وویل:

"زموږ ځواکونه په ټولو ولسوالیو کې حاکم دي او د دښمن هېڅ ډول څرګند خوځښت په کې نه شته، کومه ویډیو چې د ټولیزو شبکو په سایټونو کې خپره شوې چې ګواکې طالبان څو ځوانان صحرايي محاکمه کوي، په رسمي توګه یې نه شو تائیدولی، په قره باغ ولسوالۍ کې مسؤلینو ته دنده ورکړل شوې چې د نورو ارګانونو په مرسته، حقیقت ثابت کړي."

ځیني کارپوهان د قره باغ د ولسوالۍ پېښې ته په کتو وايي، د کابل ولایت په ولسوالیو کې د طالبانو موجودیت، د حکومت د کمزورۍ نښې دي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ټینګار کوي چې امنیتي او کشفي ارګانونه باید د کابل ولایت د امنیت لپاره ګډې هڅې وکړي.

طالبانو تر اوسه د قره باغ ولسوالۍ د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG