د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۲

کومو غیراقتصادي عواملو د افغانستان اقتصاد تر فشار لاندې راوستی؟

د افغانستان اقتصاد وزارت وايي، نا سم امنیتي وضعیت د دغه هېواد په اقتصاد تر یوې کچې ناوړه اغېزه کړې، خو په خبره یې چې داسې اقتصادي ظرفیتونه لرو چې د افغانستان اقتصاد وغوړوي.

په افغانستان کې د ناامنیو او بېوزلۍ د کچې په لوړېدو سره د دغه هېواد د اقتصاد وزارت مني چې یو شمېر غیر اقتصادي عواملو د دغه هېواد اقتصاد تر فشار لاندې راوستی دی.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نا امنیو او د بهرنیو پراختیايي او انکشافي مرستو کمښت، د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی، خو په خبره یې چې که غیر اقتصادي عوامل اجازه ورکړي، د دغه هېواد اقتصاد به ډېر ژر په پښو ودرېږي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن

دی وایي:

"زمونږ اقتصادي وضعیت بد نه دی او په ډېرو برخو کې ښه پرمختګونه لرو، مونږ هیله مند یوو چې په راتلونکو کلونو کې به ښه اقتصادي وضعیت ته ورسېږو، مونږ اوس د بحران په حالت کې نه، خو په یوه کمزوري اقتصادي وضعیت کې یوو."

دا په داسې حال کې ده چې د سیمه ییزو همکاریو اقتصادي سازمان تازه دا ویلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت له خرابېدو څخه د بحران په لورې روان دی.

د دغه سازمان د افغانستان د برخې مسؤل اذرخش حافظي رسنیو ته ویلي چې دغه وضعیت د دې تر څنګ چې کورني تولیدات یې زیانمن کړي، له پانګونې سره یې د خصوصي سکټور لېوالتیا یې هم کمه کړې ده.

د یاد سازمان له قوله، د حکومت خپلمنځي اختلاف او ناامني هغه لاملونه ښودل شوي چې د افغانستان اقتصاد د بحران په لورې بیايي.

دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه له ۳۹ فیصدو ۵۴ فیصدو ته لوړه شوې ده.

خو د افغانستان د اقتصاد وزارت بیا د سترو اقتصادي پروژو پر سر د حکومت دننه هر ډول اختلافات ردوي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، افغانستان داسې مهال له ناسم اقتصادي وضعیت څخه تېرېږي چې د حکومت تر منځ د اقتصادي ودې لېوالتیا شته، خو په عمل کې یي نشي تطبيقولای.

له ډلې یې سید الرحمان عمران ازادي راډيو ته وویل:

"اصلي ستونزده دا چې افغانستان یو کاذب اقتصاد لري او حقیقي اقتصاد نه لري، په کاذبو اقتصادونو کې هر کړکېچ او یا هره ستونزه چې رامنځته کېږي، هغه د هغه هېواد پر اقتصاد اغېز کوي، دلته په تېرو درېیو کلونو کې د حکومت په منځ کې سیاسي ناندرې د دې لامل شوې چې اقتصادي ودې ته لکه څنګه چې لازمه ده، ونه رسېږي."

شته نفوس ته په پام سره افغان حکومت اووه فیصده اقتصادي ودې ته د رسېدو هڅه کوي، دا په داسې حال کې ده چې دا وخت د دغه هیواد اقتصادي وده له درېیو فیصدو کمه ده.

راپور: یوسف خان ځدران

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG