د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

افغان کرکټ لوبډله سبا له بنګله دېش سره لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، سبا یکشنبه د جون پر دريمه د شل اوره کرکټ په سیالیو کې، د بنګله دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.

د شل اوره کرکټ د دریو سیالیو دا لړۍ په هند کې پیلېږي.

سیالۍ به د هند په دهرادون ښار کې د راجیف ګاندي په نړیوال سټیډیوم کې د افغانستان په کوربه توب پېل شي.

د افغانستان د کرکټ بورد اجرائیه رئيس، شفیق الله ستانکزي بېګا ازادي راډیو ته وویل:

"په دې سیالیو کې زموږ بری ډېر مهم دی ځکه موږ باید د روان کال تر پایه، د نړۍ د اتو غوره لوبډلو په منځ کې خپل ځای وساتو څو د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام دوهم پړاو ته لار پیدا کړو."

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړیو د دې سیالیو لپاره د تیاري لپاره څلوېښت ورځې په هند کې تمرین کاوه.

XS
SM
MD
LG