د سوريې ولسمشر له امريکايي ځواکونو غوښتنه کړې چې له سوريې څخه دې ووځي.
د سوريې ولسمشر بشارالاسد خبردارى ورکړى، که امريکايي ځواکونه له سوريې څخه ژر ونه وځي، د امريکا او سوريې د ځواکونو ترمنځ به کړکېچ لا پسې زيات شي.
اسد د روسيې له (RT) يا راشيا ټوډې ټلويزيون سره په مرکه کې د پنجشنبې په ورځ ټينګار وکړ چې د کردانو په رهبرۍ د سوريې له کرد ځواکونو سره مذاکرو ته تيار دى.
د سوريې ډموکراتيک ځواکونه چې کردان يې مشري کوي، د امريکا له خوا يې ملاتړ کېږي او اوس مهال د سوريې يو پر څلورمه برخه کنټرول لري.
خو بشارالاسد وويل، د ډموکراتيکو ځواکونو تر ولکې لاندې سيمو د بيا نيولو لپاره به له زور څخه استفاده وشي.
د سوريې ولسمشر وويل، په سوريه کې يوازنۍ ستونزه ډموکراتيک ځواکونه دي، خو د دې ستونزې د حل لپاره دوه لارې په مخکې دي.
نوموړي وویل:
"زما په نظر تر ټولو غوره انتخاب روغه جوړه ده، دا زموږ په پروګرام کې هم شامله ده، خو که دغه پروګرام ګټه ونه کړه، يوازنى چلند زور ته مخه کول دي."
بشارالاسد دغه راز ټينګار کړى چې امريکا بايد له سوريې څخه خپل ځواکونه وباسي.
د هغه په خبره، واشنګټن بايد په عراق له خپلو تجربو درس واخلي، ځکه چې د ده په خبره، په سيمه کې خلک نور د بهرنيانو حضور نه مني.
خو د اسد دغه خبرداري د امريکا د دفاع وزارت عکس العمل پارولى دى.
د امريکا د دفاع وزارت يوه پوځي چارواکي ډګر جنرال کينيت مکنيزي وويل، په سوريه کې ښکېل لوري بايد پوه شي چې پر امريکايي ځواکونو يا هم زموږ پر ائتلافي شريکانو حمله به يوه بده پاليسي وي.
د بشارالاسد د رژيم ځواکونه چې د ايران، د روسيې د هوايي حملو او د حزب الله د افراطي وسله والو ملاتړ ورسره دى، په وروستيو مياشتو کې توانېدلى چې له داعش او د کردانو له ملېشو ګڼې سيمې ونيسي.
بشارالاسد د روسيې راشيا ټوډې ټلويزون ته وويل، که د نورو مداخله نه وي، د سوريې جګړه ژر پاى ته رسېږي،
دی وایي:
"له بهرنۍ مداخلې پرته، په سوريه کې د وضعيت ښه کېدل تر يوه کال زيات وخت نه نيسي."
د سوريې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې تقريباً پنځه لکه کسان وژل شوي او ٥ ميليونه نور له خپلو سيمو بېځايه شوي دي.
د سوريې ولسمشر بشارالاسد په سوريه کې د ايران د حضور په اړه وويل چې په سوريه کې محدود شمېر ايراني سلاکاران شته چې د سوريې قواوو ته سلا مشورې ورکوي.
هغه د مې د لسمې حملې ته په اشاره وويل چې په لسګونو کسان يې په نتيجه کې وژل شوي يا هم ټپيان شوي او يو ايرانى هم په کې نه و شامل.
اسرائيل ادعا کړې وه چې په حمله کې يې په سوريه کې د ايران ځيني تاسيسات ويشتلي دي.
خو د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، له اپرېل مياشتې راهيسې په سوريه کې د اسرائيل په هوايي حملو کې ٦٨ ايرانيان او ايران پلوه پوځيان وژل شوي وو.