د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۷

امریکايي پوځ: په هلمند کې د طالب مشرانو پر غونډه حمله کې ۵۰ طالبان وژل شوي

د امريکا د پوځ چارواکي وايي، په هلمند کې د طالب مشرانو پر یوه غونډه د توغنديو په برید کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف ویاند ډګرمن مارټین اودانل وايي، په دې برید کې له داسې دستګاه کار اخیستل شوی چې د «جي. پي. اېس» له لارې رهبري کېدونکي راکټونه ویشتلی شي.

د ده په خبره د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې په دې حمله کې د وسله‌والو طالبانو د سوق او ادارې هغه مرکز ویجاړ شوى چې په لوړه سطحه طالب مشرانو په‌کې غونډې کولې.

ښاغلي اودانل ويلي په دې حمله کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د امریکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف ویاند ویلي چې په تېرو ۱۰ ورځو کې د امریکا په هوايي بریدونو کې یو نامعلوم شمېر نور طالب چارواکي هم وژل شوي دي.

د امريکا پوځ د توغنديو د حملې دا خبر چې تېره پنجشنبه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې شوي تېره اوونۍ خپور کړ، خو د وژل شويو د شمېر په اړه‌يې څه نه‌وو ويلي.

عمر زواک
عمر زواک

بل‌خوا د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په دغه ولايت کې د امريکايي ځواکونو له‌خوا پر وسله‌والو طالبانو دا ډول حملې د دولت د دې مخالفې ډلې تحرکات ځپلى شي.

په موسى کلا ولسوالۍ کې د شوې حملې په اړه وسله‌والو طالبانو دوه اعلاميې ورکړې دي.

قاري يوسف احمدي چې ځان د دې ډلې وياند معرفي کوي رسنيو ته په لېږل شوي يوه اېمېل کې ويلي، په موسى کلا ولسوالۍ کې پر دوو سرايونو میزايل ويشتل شوي چې ٢ کليوال‌يې وژلي.

په بل اېمېل کې وايي چې په دې حمله کې د ملکيانو ٢ کورونه ويشتل شوي چې ۵ ملکيان‌يې په نتيجه کې وژل شوي او ٣ ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو سرچينو او د هلمند ولايتي ادارې د موسى کلا په حملو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ويلي.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ویاند اودانل له قوله وايي، دا برید د دې څرګندونه کوي چې امریکايي پوځ په افغانستان کې له خپلو هغو نویو صلاحیتونو څخه کار اخلي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته پر جګړه د لا نور فعال رول لوبولو لپاره په افغانستان کې مېشتو امریکايي قوماندانانو ته ورکړي دي.

امريکايي چارواکي هڅه کوي پر وسله‌والو طالبانو د پوځي فشار په زياتولو سره دوى د سولې خبرو ته مجبور کړي.

د امريکا حکومت يوه څارونکي بنسټ تېره اوونۍ وويل، د امريکا نوې ستراتېژۍ د وسله‌والو طالبانو په وړاندې په مبارزه کې لږ پرمختګ ته زمينه برابره کړې او لا هم افغانستان د امريکا له ١٧ کلنې ښکېلتيا سره سره خطرناک ځاى ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر تقريباً ١۵ زرو ته رسېږي چې ډېرى يې په بېلابېلو پوځي برخو کې له افغان قواوو سره همکاري کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG