د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۰۸

د نیوزیلنډ د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان راشد خان ستایلی


د نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلې کپټان، کېن ویلیمسن د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د غړي، راشد خان چې په ۲۰ اوره کرکټ کې یې لوبه بې‌سارې بلل کېږي، ملاتړ کړی او هغه‌یې ستایلی دی.

کېن ویلیمسن ویلي چې راشد خان هغه ټولې ځانګړنې لري چې اړتیا یې ده.

راشد خان د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سپېنر دی.

هغه په وروستیو کې د هند د حیدراباد ښار د سن رایزرس په لوبډله کې د کلکتې د نایټ رایډرز په وړاندې، د ۲۰ اوره کرکټ په مسابقه کې داسې ګډون وکړ چې له هند تر افغانستانه‌یې غوغا جوړه کړه.

د هند د کرکټ په پریمیر لیګ کې د حیدراباد د سن رایزرس لوبډلې کپټاني هم کېن ویلیمسن کوله او ویلي یې دي چې ۱۹ کلن راشد خان په بېټېنګ او بالنګ کې زبردست مهارت څرګند کړی دی.

سن رایزرس د یکشنبې په ورځ په فاینل مسابقه کې د چنای له سوپر کنګز لوبډلې ماته وخوړه.

ټاکل شوې چې افغانستان راتلونکې میاشت په بنګلور کې د هند په وړاندې په ټېسټ مېچ کې مخامخ شي او کېن ویلیمسن باور څرګند کړی چې راشد خان ټول هغه کمالونه لري چې په دې پنځه ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان بري ته ورسوي.

افغانستان او ایرلند تېر کال په دې مسابقه کې د ګډون ځای وګاټه.

د جون په ۱۴مه نېټه دا سیالۍ پیلېږي او که چېرې افغانستان د سیالۍ ګټونکی شي، دا جګړه ځپلی هېواد به په نړۍ کې ځان ته نوم وګټي.

افغانستان د کرکټ په نړیوالو سیالیو یا د کرکټ د نړیوال جام لپاره په سیالیو کې د ګډون حق هم ګټلی دی.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ به راتلونکی کال په وېلز او انګلستان کې وشي.

کېن ویلیمسن په حیدراباد کې خبریالانو ته وویل چې راشد خان په نړیوال ستندرد برابر لوبغاړی دی، دا چې هغه به د کرکټ په ټسټ لوبو کې ګډون کوي ښه خبره ده ځکه هغه به له ډېرو ښوو سپېنرانو سره یوځای لوبه کوي.

راشد خان په یوه وروستي کال کې د نړۍ له ډېرو پېژندل شویو کرکټرانو ګڼل کېږي او اوس‌مهال په ټوله نړۍ کې د ۲۰ اوره کرکټ «ټي ټونټي» تر ټولو غوره او د اولې درجې لوبغاړی دی.

راشد خان
راشد خان

راشد خان د روان کال په جنورۍ میاشت کې بولۍ ته ودرېد چې د حیدراباد سن رایزرس ټیم وګټله او هغه ته‌يې په ای پي ال کې د لوبې لپاره ۱،۳ مبلیونه ډالر ورکړل.

د هند ډېر پېژندل شوي کرکټر، سچېن تنډولکر، څو ورځې مخکې د راشد خان په اړه پر ټویټر ولیکل:

زه په اسانۍ دا ویلئ شم چې هغه په خپل فارمټ کې، د نړۍ کې تر ټولو ښه سپېنر دی."

XS
SM
MD
LG