د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

اریانا سعید د ازادي جایزې ګټونکې: افغان مېرمنې مې خپل حق غوښتلو ته چمتو کړي


پېژندل شوې سندرغاړې اریانا سعید وايي چې په افغانستان کې د هر بل هنرمند په پرتله زیات ګواښونه ورته شوي، خو نه‌وېرېږي او د افغان ښځو د حقونو او په ټولنه کې د با عزته ژوند لپاره خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

اریانا سعید سږ کال د اتلانتیک شورا له لوري، د هغو کسانو په ډله کې ګڼل شوې چې د بشري حقونو لپاره‌یې اغېزمنه مبارزه کړې ده.

هغې ته به د جون په ۲۳مه نېټه، په برلین کې د اتلانتیک شورا له لوري جایزه ورکړه شي.

مېرمن سعید ازادي راډیو ته ویلي چې دا اوله افغانه ښځه ده چې د اتلانتیک شورا جایزه اخلي.

د اتلانتیک شورا په نوم نړیوال مرکز، په ۲۱مه پېړۍ کې اقتصادي او سیاسي بهیرونه څاري او داسې ستراتېژیو او پالېسیو ته وده ورکوي چې د نړیوالو تهدیدونو په له‎منځه وړلو او د امنیت ټينګښت لپاره اغېزمنې تمامېدلای شي.

اتلانتیک شورا به سږ کال د سوریې د حلب ښار اوسېدونکې، اته کلنې بانا العبد ته هم جایزه ورکوي.

سندرغاړې اریانا سعید
سندرغاړې اریانا سعید

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې چې په حلب کې د جګړې وحشت اوج ته رسېدلې و، پر انټرنټ د بانا العبد پيغامونه خپاره شول او د نړیوالو پام‌یې په حلب کې ناوړه بشري وضعیت ته راواړاوه.

بانا العبد په عربي نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو کوچنۍ فعاله بلل کېږي.

سږ کال به د اتلانتیک شورا د جایزې بله ګټونکې، د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره، مادلن البرایت وي.

اریانا سعید ته په ځانګړي ډول، د ښځو د حقونو او د ښځو او نارینه‎وو ترمنځ د برابري لپاره د مبارزې له امله جایزه ورکول کېږي.

اریانا سعید وايي، په افغانستان کې له ستونزو نه‌وېرېږي او خپل هنري فعالیتونه به پر دې متمرکز وساتي چې د افغانستان ښځې د خپل حق غوښتلو غږ پېدا کړي او په ټولنه کې له درناوي ډک ژوند وکړي.

مادلین البرایت
مادلین البرایت

اریانا سعید وايي:

"په افغانستان کې ښځې باید بالاخره انساني او نورمال ژوند ولري. لږ تر لږه ما خلک دې ته متوجې کړي چې داسې ستونزې په ټولنه کې شته او لږ تر لږه توانېدلې یم چې ښځې دې ته متوجې کړم چې څه حق لري او څرنګه‌یې وغواړي."

هغې ازادي راډیو ته وویل چې د اتلانتیک شورا د دې لپاره سږ کال جایزې ته غوره کړې چې سندرو یې د ښځو پر ذهن اغېز کړی، زیاتې افغانې ښځې یې د هغوی په حقونو خبرې کړي او په بهر کې یې خلک د افغانستان د ښځو له ستونزو خبر کړي دي.

په افغانستان کې له ګواښونو سره عادي یم.

اریانا سعید زیاتوي:

"زه هیله لرم چې دا جایزه به نورو افغانو ښځو هنرمندانو ته هم د پرمختګ لارې پرانیزي. دا به ما لا تشویق کړي چې زیاته مبارزه وکړم او خپل کار لا ښه کړم."

مېرمن سعید ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې له ګواښونو سره عادي ده او له دې چې سندرې ووايي او کنسرتونه جوړ کړي، وېره نه‎لري.

اریانا سعید افغان سندرغاړې
اریانا سعید افغان سندرغاړې

اریانا سعید وايي:

"زه د خلکو ملاتړ لرم، نو څوک زما د فعالیت ممانعت نه‎شي کولای. هغه چې ممانعت کوي، هغه به خپل کار کوي او موږ به خپل کار کوو."

د اریانا سعید ډېرې مشهورې سندرې، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تشدد او د ښځو د ازادۍ لپاره د مبارزې په اړه دي.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې د سم او غلط ترمنځ تر فیصلې به خپله مبارزه جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG