د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

رادمنش: په ځینو ناامنو ولایاتو کې امنیتي وضعیت ښه او د حکومت په کنټرول کې دی


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دښمن په فراه، غزني، هلمند او ارزګان ولایتونو کې ماته خوړلې او دا مهال امنیتي وضعيت د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

دغه وزارت وايي، دا مهال په یو شمېر ناامنه ولایتونو کې د دښمن له‌خوا لوړ امنیتي ګواښ له‌منځه تللی او افغان ځواکونو وضعيت تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي په ۰۷» ازادي راډیو ته وویل، دا مهال په ۸ ولایتونو کې ۹ پلان شوي عملیات روان دي چې شااوخوا ۱۰۰ وسله‌والو مخالفانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

رادمنش وویل، اوس په دې کار روان دی چې څنګه د دولت تر حاکمیت لاندې سیمو کې د احمتالي امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دی وایي:

"اوس په دې کار روان دی چې د دولت تر حاکمیت لاندې سیمو کې د ګواښونو مخه ونیسو، د دغو عملیاتو په لړ کې به موږ د ۱۱ ولسوالیو چې اوس د وسله‌والو مخالفانو په لاس کې دي، د بېرته نیولو لپاره ضمني عملیات وکړو او تر کنټرول لاندې به‌یې راولو."

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه استول شوي پیغام کې دوی ته د حکومت له‌خوا د اوښتو درنو تلفاتو ادعا ردوي او باالعکس افغان حکومت ته د تلفاتو د اوښتو ادعا کوي.

طالبانو په دې وروستیو کې د الخندق په نوم د عملیاتو تر اعلان وروسته په فراه، غزني، ارزګان او فاریاب ولایتونو کې جګړې زیاتې کړې دي.

د دغو علمیاتو په لړ کې وسله‌والو طالبانو د فراه ښار ځینې سیمې ونیولې او په فاریاب ولایت کې یې هم ځینې ولسوالۍ محاصره کړې.

د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور وايي چې دمګړۍ په ښار کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د نوموړي په وینا، په ښار باندې د وسله‌والو طالبانو د بیا حملې بشپړ ګواښ له‌منځه نه‌دی تللی.

بل‌خوا د فاریاب د ولایتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني مني چې په دې شپو او ورځو کې د وسله‌والو مخالفانو د حملو شدت کم شوی، خو ټینګار کوي چې هره شېبه د دې امکان شته چې وسل‌وال مخالفان د دغه ولایت له ۱۱ محاصره شویو ولسوالیو یوه ونیسي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړې وږمه ساپۍ حکومت ته سپارښتنه کوي چې له فرصته په استفادې، تر ګواښ لاندې سیمو کې افغان ځواکونه ښه تجهیز او سمبال کړي.

نوموړې وویل:

"د امنیتي سکټور د وزارتونو رهبري د دې مکلفیت لري چې په لیرې پرتو ولسوالیو، کلیو او بانډو کې افغان ځواکونو ته مهمات ورسوي، تر څو دوی وکولای شي، په ښه ډول د دښمن مقابله وکړای شي."

د فراه د ولایتي شورا رئیس وايي، حکومت باید په فراه ولایت کې د دښمن پياوړتیا ته په کتو په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو تشکیلات زیات او په لیرو پرتو ولسوالیو کې تصفیوي عملیات وکړي.

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس هم ورته غوښتنه لري.

د افغانستان دفاع وزارت وايي دا مهال د پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ریاست د ځواکونو په همغږۍ په بغلان، فاریاب، بدخشان، غزني، لوګر، غور او هلمند ولایتونو کې بېلابېل عملیات روان دي چې د دوی په وینا، ښې لاسته راړونې لري.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG