د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

په لښکرګاه کې د شپې له‌خوا د کرکټ ټورنمنټ پیل شوی


ارشیف
ارشیف

د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د شپې له‎خوا د کرکټ ټورنمنټ پیل شوی دی.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د دې ټورنمنټ له‎پاره د تېر کال په نسبت ښه تیاری نیول شوی دی.

دغه ټورنمنټ ته هره شپه د لښکرګاه ښار زرګونه اوسېدونکي ورځي او د نږدې څخه لوبې ګوري.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي چې د ښار د لومړۍ حوزې اړوند د غازي محمد ایوب خان لوبغالي ته تللی دی وايي، که څه هم د روان کال د حمل میاشتې په دوهمه نېټه د دغه لوبغالي مخ ته د ځانمرګي برید نښې شته، خو خلک‌يې پروا نه‎کوي.

د هغه برید پر مهال ۱۶ ملکي کسان ووژل شول او ۵۲ نور چې ماشومان هم په‎کې وو، ټپیان شول.

بشپړ تفصیل‌یې په دې راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00

XS
SM
MD
LG