چنای سوپر ګنګز لوبډلې د هندوستان د غوره لیګ کرکټ سیالیو «IPL» په پایلوبه کې سن رایزرس حیدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغه لیګ د ۲۰۱۸ میلادي کال اتلولي یې وګټله.
د هندوستان د تجارتي کرکټ سیالیو دغه لیګ چې د روان کال د اپرېل په ۷مه نېټه پیل شوی و، پایلوبهیې د یکشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» په ماښام د ممبی ښار په یوه لوبغالي کې ترسره شوه.
که څه هم د پایلوبې پچه چنای سوپر کنګز ګټلې وه، خو لومړی یې د بالېنګ پرېکړه وکړه او سن رایزرس حیدراباد تهیې د بېټېنګ بلنه ورکړه.
حیدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې جوړې کړې او چنای تهیې د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.
د حیدراباد لوبډلې لپاره کپټان کېم ویلیمسن په ۳۶ توپونو تر ټولو ډېرې ۴۷ منډې وکړې.
پر ویلیمسن سربېره یوسف پټان ۴۵، شېکر دهون ۲۶، شکېبالحسن ۲۳ او کارلوس برټویټ په ۱۱ توپونو ۲۱ منډې وکړې.
که څه هم د سن رایزرس حیدراباد لوبډلې توپ اچوونکو ته په کتو چنای ته ورکړل شوی هدف ښه وو، خو د چنای لوبډلې لوبغاړو د حیدراباد د توپ اچوونکو ښه مقابله وکړه او ټاکلی هدفیې په ۱۹ اوور کې یوازې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د سن رایزرس حیدراباد لوبډلې په توپ اچوونکو کې له راشد خان او بونېشور کمار پرته نورو توپ اچوونکو ښه توپ اچوونه ونهکړه چې له املهیې چنای لوبډلې ټاکلي هدف ته ډېر ژر ځان ورساوه.
راشد خان په ۴ اورونو کې ۲۴ او بونېشور ۱۷ منډې ورکړې.
د چنای سوپر کنګز لوبډلې په بریا کې د اوپنر شېن واټسن لوبې بنسټیز رول ولوباوه.
نوموړي یوازې د ۵۷ توپونو په لوبولو د ۸ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو پر مټ ۱۱۷ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
دا درېیم ځل دی چې چنای سوپر ګنګز لوبډله د هند د غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله.
تر دې مخکې دغې لوبډلې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱م کال کې هم د دغه لیګ اتلولي ګټلې وه.
دا د هندوستان د غوره لیګ کرکټ سیالیو ۱۱ پړاو و چې د نړۍ د نورو هېوادونو د مشهورو لوبغاړو تر څنګ پهکې ۴ افغان لوبغاړو، راشد خان، نبي عیسیخېل، مجیب ځدراڼ او ظاهر پکتین هم برخه اخیستې وه، خو پکتین د لیګ تر پیلېدو مخکې ټپي او هېواد ته راستون شو.
راشد خان او نبي عیسیخېل پهکې د سن رایزرس حیدراباد او مجیب د کنګز الېون پنجاب لوبډلې لهخوا ولوبېدل.
راشد خان په دغو سیالیو کې ښه وځلېد.
نوموړي په دغو سیالیو کې ۲۱ وېکټې واخیستې، خپله لوبډلهیې په نیمه پایلوبه کې بریا ته ورسوله او همدا شان څو ځلهیې د غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.