د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

روسیې په سوریې کې د خپلو ۴ سرتېرو وژنه تأیید کړه


د روسیې پوځ تأییدوي چې د سوریې د دولتي ځواکونو پر یوه اډه په برید کې څلور روسي پوځیان وژل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت نن تأیید کړه چې څلور روسي سرتېري په دیرالزور ښار کې د سوریې د پوځ د توپچي ځواکونو پر یوه مرکز په وسله وال برید کې وژل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن یکشنبه خپره شوه، ویلي دي چې د ترورېستانو څو ګرځنده ډلو په تروږمۍ کې پر دې اډې حمله وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي چې دوه روسي سلاکاران د برید پرمهال سمدستي ووژل شول او پنځه تنه نور پرسونل چې په حمله کې ټپیان شوي وو، یوه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي چې وروسته له دې ډلې دوو کسانو په روغتون کې ساه ورکړه.

د روسیې دفاع وزارت وايي چې له بریدکوونکو سره په جګړه کې لږترلږه ۴۳ تنه مخالف وسله وال هم وژل شوي، خو د دې وزارت خبرپاڼې په دې اړه چې بریدکوونکي څوک وو او د کومې ډلې وسله وال وو، څه نه دي ویلي.

په خبرپاڼه کې دا هم نه دي ویل شوي چې حمله څه وخت شوې وه.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، له دې پېښې وروسته په سوریه کې د وژل شویو روسي پوځیانو شمېر ۹۲ ته ورسېد.

په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي دي چې ښايي د دیرالزور په حمله کې د وژل شویو روسي سرتېرو شمېر تر اعلان شوې شمېرې څو ځلې زیات وي.

د دې ټولنې مشر رامي عبدالرحمن فرانس پرېس ته ویلي دي چې د وسله والو مخالفینو څو ډلو د دیرالزور په میادین سیمه کې د بشارالاسد د رژیم د ځواکونو پر یوه مرکز حمله کړې ده چې په ترڅ کې یې روسي پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

له بلې خوا د سوریې پر جګړې د څار ټولنې ویلي دي چې دا حمله تېره اوونۍ د مې د میاشتې په ۲۳مه نېته شوې او په ترڅ کې یې نهه روسي پوځیان او د سوریې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د سوریې په دیرالزور ښار کې ګڼ شمېر سیمې د بېلابیلو وسله والو مخالفو ډلو په لاس کې دي.

د یادونې وړ ده چې روسیه له درېیو کلونو را پدېخوا د سوریې د حکومت بشپړ سیاسي او پوځي ملاتړ کوي او په دې ترڅ کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د روسیې پوځ د سوریې د پوځي ځواکونو په ملاتړ د هوايي حملو کمپاین پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG