د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۰

IPL: حیدراباد او چنای سوپرکېنګز لوبډلې د لوبې ډګر ته ځي

د هندوستان د «IPL» یوولسو پړاوو سیالیو په پایلوبه کې نن شپه حیدراباد او چنای سوپرکېنګز لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلو له‎پاره د لوبې ډګر ته ځي.

د دواړو لوبډلو مشرانو په يوه خبري ناسته کې د پایلوبې لپاره د بشپړ چمتووالي او ښو امادګیو خبره کړې او ویلي یې دي چې مینه‎وال به د يوې په زړه پورې لوبې شاهدان وي.

د حیدراباد لوبډلې روزنکي او لوبډل‎مشر د اتلولۍ ګټلو لپاره د راشد خان رول مهم او کلیدي بللی دی، خو د چنای ډېره تکیه به په لوبډل‎مشر «اېم.اېس ډهوني» وي.

د هندوستان د غوره‎لیګ سیالیو په تېرو لسو پړاوونو کې چنای سوپرکېنګز لوبډلې دوه ځلي او حیدراباد بیا يو ځل اتلولي خپله کړې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG