د هلمند چارواکي وایي چې د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې نن یکشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» د ملي اردو یوې اډې ته څېرمه په یوه ځان وژونکي حمله کې څو سرتېرو ته مرګ ژوبله وا وښته.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د دغې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"نن سهار اووه بجې شاوخوا د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې حاجي شیرین جان څلورلاري ته څېرمه د ملي اردو یوه بېز ته نېژدې یوه ځانوژونکي د مازدا موټر په وسیله غوښتل چې دغې اډې ته ننوځي، خو مخکې په قراول کې ویشتل شوی او د چاودنې له امله د ملي اردو څلور تنه ټپیان شوي او دوه تنه هم په شهادت رسیدلي دي."
بل خوا یوه طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولي برښنا لیک کې ادعا کړې چې د نادعلي ولسوالۍ په انتحاري حمله کې یې د یو شمېر مهمو قوماندانو په ګډون ګڼ شمېر مړه او ژوبل کړي دي.
په نادعلي ولسوالۍ کې په اوس وخت کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات روان دي چې چارواکي یې بریالي بولي.
- پخواني معلومات
د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې نن ځانمرګی برید شوی دی. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل، دغه برید د نادعلي ولسوالۍ په شاول سیمه کې د ملي اردو پر سرتېرو شوی دی.
که څه هم ځواک یې د مرګ ژوبلې د دقيق شمېر په اړه څه ونه ويل، خو د ملي اردو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، برید د موټر په واسطه د درېیمې لېوا پر اول کنډک شوى دى.
سرچينه وايي، په پېښه کې د ملي اردو ٢ سرتېري وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
بل خوا یوه طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولي برښنا لیک کې ادعا کړې چې د نادعلي ولسوالۍ په انتحاري حمله کې یې د یو شمېر مهمو قوماندانو په ګډون ګڼ شمېر مړه او ژوبل کړي دي.
په نادعلي ولسوالۍ کې دم ګړۍ د وسله والو پر ضد پوځي عملیات روان دي چي ویل کېږي افغان ځواکونو په کې ښه پرمختګ کړی دی.
- پخواني معلومات
د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ځانمرګی برید شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، دغه ځانمرګی برید د نادعلي په شاول سیمه کې د ملي اردو پر سرتېرو شوی دی.
ځواک یې د دقیقو تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو د ملي اردو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، برید د درېیمې لوا پر اول کنډک د موټر په واسطه شوی دی چې دوه د ملي اردو سرتېري یې وژلي او څلور نور ټپیان دي.
تر اوسه د دې برید پړه چا پر غاړه نه ده اخېستي.
په نادعلي کې دمګړۍ عملیات روان دي او ویل کېږي افغان ځواکونو پهکې ښه پرمختګ کړی دی.