زيات کسان په دې باور دي چې عربان له مطالعې او کتاب سره چندان مينه نه لري.
خو دوى په قطر کې يو ستر کتابتون پرانيست چې د يو میليون کتابونو تر څنګ په کې د کتابونو پنځه لکه الکټرونيکي نسخې او د مطالعې لپاره نور په زړه پوري مواد موندل کېداى شي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر ملي کتابتون اجرائيه مديرې سهير وسطاوي وويل، د دغه کتابتون په پرانيستل کېدو سره، د مراجعينو شمېر خورا زيات و:
"په وروستيو کې تر يو میليون زيات کسان دغه کتابتون ته راغلي دي، دا د دوحې غوندې کوچني ښار لپاره د پام وړ شمېر دى، دوى تر درې لکه اتيا زرو زيات کتابونه د امانت په توګه وړي دي."
د قطر دغه لوى کتابتون ځانګړى ډيزاين لري چې ځينې برخې يې په دوراني شکل حرکت کوي.
د کتابتون ځينې برخې څه باندې ٦ مټره تر ځمکې لاندې دي چې مينه وال په کې په هر حالت کې د مطالعې اسانتيا ولري.
که څه هم دا د قطر لپاره لوى کتابتون دى، خو د نړۍ په سطحه تر ټولو لوى کتابتون په لندن کې دى.
د بريتانيا په کتابتون کې د مطالعې لپاره تر ١٧٠ مليونو ټوکو ډېر کتابونه او نور مواد پراته دي.
د امريکا د کانګرس کتابتون په دويمه درجه کې راځي چې په واشنګټن ډي سي کې دى او څه باندې ١٦٠ میليونه ټوکه کتابونه او مواد په کې د مطالعې لپاره پراته دي.
د کاناډا کتابتون او ارشيف په درېيم مقام کې راځي چې ۵۴ میليون ټوکه کتابونه او نور مواد په کې شته.
دغه کتابتون او ارشيف د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې پروت دى.