تر اوسه پر بانکي نوټونو د سياستوالو، پوهانو او پېژندل شويو څېرو عکسونه ليدل شوي دي.
خو په روسيه کې د اول وار لپاره پر دغو نوټونو د داسې ماشوم عکس چاپ شوى چې د فوټبال توپ ورسره دى.
د روسي روبلو د سلګون دغه نوټ د فوټبال نړيوال جام د سياليو په درشل کې معرفي شوى دى.
د روسيې د مرکزي بانک چارواکي وايي، د روسيې په تاريخ کې د اول وار لپاره، دا ډول بانک نوټونه چاپېږي.
د روسيې د مرکزي بانک سلاکار سرګي کوزلوف وايي، د دې لپاره چې دغه بانک نوټونه مقاومت ولري، پلاستيک په کې کارول شوى دى:
"د روسيې مرکزي بانک او ګازناک شرکت د اول وار لپاره په بانک نوټونو کې له پلاستيکو کار اخيستى دى، که څه هم په نړۍ کې دا ډول بانک نوټونه شته، خو په روسيه کې دا د خپل ډول له مخې اوله تجربه ده."
تمه کېږي د نړيوال جام د سياليو پر مهال په مليونونو سيلانيان او د فوټبال مينه وال له دغو بانک نوټونو استفاده وکړي.
د روسيې يوولس ښارونه به روان ميلادي کال د جون مياشتې له څوارلسمې د جولاى تر پنځلسمې د فوټبال د نړيوال جام د سياليو کوربانه وي.