د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

٨٢ کاله وروسته به د ځمکې د انسانانو شمېر تر حد زيات شي


تر ٢١٠٠مېلادي کاله پورې يعنې ٨٢ کاله وروسته به د ځمکې د انسانانو شمېر تر حد زيات شي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، تر هغه وخت پورې به د انسانانو شمېر ١١ اعشاريه ٢ میليارډ کسانو ته ورسېږي.

تخمين کېږي چې تر ٢٠٥٠مېلادي کاله پورې به د ځمکې د وګړو شمېر لسو میليارډو ته زيات شي.

يوه نيمه لسيزه وروسته به د چين پر ځاى هندوستان د وګړو د ډېر شمېر له مخې په نړۍ کې اول مقام خپل کړي.

هند
هند

تر ٢٠٣٠مېلادي کاله پورې به د هند د وګړو شمېر ١٦ فيصده زيات شي.

دليل يې دا ښوول شوى چې په چين کې چې اوس په نړۍ کې د وګړو د شمېر له مخې اول مقام لري، د اولادونو د کنټرول پروګرام به ښه نتيجه ورکړي، خو په هند کې تر ډېره دغه اړخ ته پام نه دى شوى.

په دې برخه کې سر له اوسه اندېښنې ولاړې شوې دي.

ځکه هندوستان له سختې بېوزلۍ سره مخامخ دى؛ د خوړو او د څښاک اوبو له اړخه هم له زياتېدونکي خطر سره مخامخ دى.

اوس مهال چين ١ اعشاريه ٤ میليارډ وګړي لري چې په اول مقام کې دى، هندوستان چې د وګړو شمېر په کې ١ اعشاريه ٣ میليارډو ته رسېږي، په دويمه درجه کې راځي او د امريکا متحد ايالتونه د ٣٣٣ میليونه نفوس په لرلو سره په نړۍ کې د وګړو د شمېر له مخې په درېيم مقام کې راځي.

XS
SM
MD
LG