د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۱

قایم: د کوکنارو د کښت د بزګرانو په شمېر کې ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی

د افغانستان له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې سږ کال د کوکنارو د کښت بزګران په ۱۰۰ کې ۱۱ سلنه ډېر شوي دي.

د ۲۰۱۷ کال د اجتماعي او اقتصادي څېړنې نتايج ښيي چې د افغان حکومت او نشه‌یي موادو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې له‌خوا د تر سره شوې څېړنې له مخې، د هغو بزګرو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې کوکنار کري.

له نشه‌یي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ معین جاوید احمد قایم د دې سروې د اعلان پر مهال وویل چې د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې د هغو بزګرو شمېر ۱۱ سلنه ډېر شوی چې په خپلو ځمکو کې کوکنار کري.

د دې سروې له مخې، د قانون کمزوری حاکميت، سیاسي بې‌ثباتي، نا امني، محدود کاري فرصتونه، د زراعتي محصولاتو د خرڅلاو لپاره د بازارونو محدوديت او د مالي خدمتونو او پورونو ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې د کوکنارو کښت ته د بزګرانو د تمایلاتو د ډېرېدو عوامل ياد شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموع کې د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د هغو بزګرو شمېر ۱۱ فيصده لوړ شوی چې په خپلو ځمکو کې کوکنار کري. هغه بزګر چې تېر کال‌يې کوکنار نه‌و کرلي، په ۲۰۱۷ کال کې يې یو ځل بیا د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده، البته دغه شمېرې په هر زون کې توپیر لري، په ۱۰۰ کې ۶۸ هغو کلیو کې چې کوکنار کرل شوي یا د حکومت له کنټروله وتلي او یا هلته جګړه روانه ده، که له یوی خوا دغه کښت په نا امنو سیمو کې شوی، نو له بلې خوا بیا په خپله د کوکنارو کښت د دې لامل شوی چې ځینې سیمې نا امنه شي."

د دې سروې په راپور کې راغلي چې په ۱۰۰ کې ۴۶ بزګرو ویلي چې په خپلو ځمکو کې په پرله‌پسې ډول کوکنار کري او په ۱۰۰ کې ۵۷يې ویلي کوکنار ځکه کري چې د خپلې کورنۍ کلنی لګښت پوره کړي.

په افغانستان کې له ټولو ۹۰۰۰ ټنه تولید شویو تریاکو څخه یوازي له ۴۶ څخه تر ۵۶ فيصده پورې تارياک په افغانستان کې پروسس او هیروئین ځینې جوړېږي، خو پاته ټول ترياک ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

له نشه‌یي موادو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره د دې سروې له مخي وایي، په ۱۰۰ کې ۶۸ بزګرو ویلي چې طالبانو ته په منظم ډول د تارياکو عُشر او مالیه ورکوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې له نشه‌یي موادو سره د مبارزې کمېسیون غړی محمد هاشم الکوزی وایي چې د کوکنارو کښت د مخنیوي لپاره پر مناسب وخت هڅې نه‌کېږي.

د ښاغلي الکوزي په خبره حکومت د کوکنارو د کښت پر ضد په داسي وخت کې مبارزه کوي چې بزګرو په دې کښت باندې ډېرې پيسې لګولي وي، خو کله چې حکومت د دوی کښتونه اړوي، نو په مقابل کې يې څه امتياز او بديل کښت نه‌ورکوي.

محمد هاشم الکوزی
محمد هاشم الکوزی

دی وايي:

"سږ کال په تودو سیمو کې کوکنار کرل شوي او په زیاته اندازه تاریاک به تولید شي، موږ لا پخوا مربوطه وزارتونو ته ویلي و چې هغه وخت دې د کوکنارو پر ضد کمپاین نه‌کوي چې بزګرو خپل ټول امکانات د کوکنارو پر کښت لګولي وي، باید د کوکنارو تر فصل مخکې بزګرو ته قناعت ورکړل شي، د بزګر مشروع زراعتي محصولات په مناسبه بیه ځینې رانيول شي او هغوی ته پورونه ورکړل شي، په نتيجه کې به‌یې بزګران له دغه نا مشروع کښت څخه لاس واخلي."

د هغې نوې طرحې له مخې چې له نشه‌یي موادو سره د مبارزې وزارت له لوري چمتو شوې راغلي چې تر دې وروسته به په افغانستان کې د کوکنارو کښت اړولو، عامه پوهاوي او بدیل معیشت پروګرامونو تر څنګ پولیس په هغو سیمو کې د کوکنارو اړولو کمپاین کوي چې د ملي اردو له‌خوا د وسله‌والو مخالفینو څخه پاکې شوې وي.

د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00
مستقیم لېنک

راپور: محمد ایاز ترنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG