د افغانستان د سولې عالي شورا د افغانستان په سوله کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان همکاري مهمه بولي.
د سولې عالي شورا هیله ښيي چې د سعودي عربستان په کوربهتوب به د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان نړیوال کنفرانس د افغان سولې په برخه کې ګټور ثابت شي.
د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» ازادي راډيو ته وویل، دوی تل هڅه کړې چې د سولې او ټیکاو په برخه کې د ټولې اسلامي نړۍ همکاري جلب کړي.
د نړۍ علماء د اسلام له نظره د افغانستان سولې او جګړې په اړه بحث کوي.
ښاغلي طاهري زیاته کړه:
"دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ په هدف د اسلامي نړۍ علماء کرام د «OIC» په همکارۍ یوځای کېږي او د اسلام له نظره د افغانستان د سولې او جګړې په اړه بحث کوي، کله چې داسې علماء یوځای کېږي او د افغانستان د جګړې په اړه بحث کوي دا په خپله یوه مهمه خبره ده."
دا پهداسې حال کې ده چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او سعودي عربستان موافقه کړې چې د افغان د سولې په اړه یو نړیوال اسلامي کنفرانس جوړ کړي.
راپورونه وايي چې دا کنفرانس به د روان کال په جولای میاشت کې جوړ شي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس ډاکتر اکرم خپلواک په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي و چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او د سعودي عربستان له چارواکو سرهيې په جده کې د افغان سولې په باب رغنده خبرې کړې دي.
ښاغلي خپلواک دا هم ویلي چې په جده کې یې په دې لیدنه کې د یادو مقاماتو هوډ هم واخیست چې په افغانستان کې به د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره ګډې هڅې چټکې کړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي چې د نړۍ د يو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه د هندوستان د دیوبند، اندونیزیا او قطر علماوو سره خبرې شوې دي.
ویل کېږي چې پهدغه کنفرانس کې به د اسلام له نظره د افغانستان د جګړې په اړه پراخ بحثونه وشي.
د افغانستان په ګډون د نړۍ ۵۷ اسلامي هېوادونه د دغه سازمان غړیتوب لري چې تر ډېره پهکې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ لپاره کار کېږي.
خو ډېری وخت د اسلامي هېوادونو د همکارۍ په سازمان انتقادونه کېږي چې په اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول په افغانستان کې يې د روانو جګړو او وینې تویېدنې د ختمېدو په برخه کې همکاري نهده کړې.
د سیاسي چارو افغان کارپوه ودیر ساپی هم د همدغه انتقاد کوونکو له ډلې دی.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د اسلامي هېوادونو سازمان په اهدافو کې شته چې د اسلامي نړۍ په ستونزو به خبرې کوي چې د اسلامي هېوادونو ستونزې حل شي، خو له بدهمرغه چې په ټول عمر کې يې د هېڅ اسلامي هېواد هېڅ یوه ستونزه تر دې دمه نهده حل کړې."
ښاغلی ساپی وړاندیز کوي چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان باید وخت پر وخت د اسلامي نړۍ په ستونزو بحثونه وکړي او حللارې يې ولټوي، څو د افغانستان په ګډون په ټوله اسلامي نړۍ کې جګړې او وینه تویېدنه پای ته ورسېږي.