د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

په امریکا کې د یوه پوهنتون د رئیس مرستیال د درواغو له امله دنده له لاسه ورکړه


په نیویارک کې د یوه پوهنتون د رئیس مرستیال پرون استعفا وکړه.

که څه هم د چارواکو له‌خوا استعفاوې تل معمول وي، خو د دغه چارواکي استعفا تر ډېره په افغانستان کې د بم چاودنې له یوې پېښې سره تړلې ده.

د نیویارک د طب دولتي پوهنتون مرستیال رئیس سیرګیو ګارسیا وروسته له هغې له خپلې دندې استعفا وکړه چې یوې ورځپاڼې په افغانستان کې د یوې خونړۍ بم چاودنې په اړه د هغه څرګندونې او هم دا چې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول ده په دنده ګومارلی و، تر پوښتنې لاندې راوستې.

ګارسیا چې کلنۍ تنخوا یې ۳۴۰ زره ډالره وه، د دغه پوهنتون د رئیس په غوښتنه د دوشنبې په ورځ سمدستي خپل کار پای ته ورساوه.

د ګارسیا له استعفا مخکې د الباني ټایمز یونیون ورځپاڼې راپور ورکړی و چې ګارسیا د تېر کال په مني کې په هغې وینا کې چې په وېډیو کې ثبت شوې، د افغانستان د پېښې په اړه ویلي و چې دی په ۲۰۱۱ کال کې د درې موټرو په هغه کاروان کې وه او د نجونو ښوونځیو ته‌یې درسي کتابونه رسول چې په سړک کې خښ شوی بم پر لومړي موټر وچاودېد او د ده د یوې ځوانې همکارې په ګډون چې دی یې لارښود هم و، ډېر همکاران ووژل شول.

د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې د بم چاودنې دغه پېښه چې ګارسیا یې یادونه کوي په دې کال نه، بلکې دوه کاله وروسته په ۲۰۱۳ کې شوې وه او دا هغه وخت و چې نوموړی له افغانستانه وتلی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دې پېښې عیني شاهدانو هم تأیید کړې چې ګارسیا د پېښې په ځای کې نه‌و.

ګارسیا ځینې نورې ادعاوې چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره کاندولیزا رایس‌یې نږدې ملګرې ده او دی په دغه دنده له کولن پاول سره له مرکې وروسته ګومارل شوی و، هم کړې دي.

ورځپاڼې په دې اړه د رایس د څرګندونو هڅه کړې، خو هغه سمدستي نه‌ده پیدا شوې او د پاول یوې ویاندې پیګي کیفرینو هم ویلي چې نه د ګارسیا نوم او نه هم دغه کتنه چې ګواکې پاول دې د ۲۰۰۱ کال په جون کې له هغه سره مرکه کړې وي، په یاد راوړي.

د هغې په وینا مهمه لا داده چې د جون د میاشتې په جنتري کې له هغه سره کتنه هېڅ ثبت شوې نه‌ده.

د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي دې ورځپاڼې ته ویلي چې ګارسیا د ۲۰۰۴ کال له اګست نه د ۲۰۰۶ کال تر اپرېل پورې د بهرنیو چارو د یوه مأمور په توګه په دنده ګومارل شوی و.

ګارسیا په تېر مني کې په یوه لکچر کې دا ادعا هم کړې وه چې د اوکلاهاما له یوه پوهنتون څخه‌یې د حقوقو سند ترلاسه کړی او له هغې وروسته‌یې په لاس انجلس کې له یوې حقوقي کمپنۍ سره کار کړی دی.

دغې ورځپاڼې چې د ګارسیا ادعاوې او سابقه‌یې تر پوښتنې لاندې راوستې، هېڅ کره شواهد نه‌دي موندلي چې د تحصیلي او کاري سابقې په لیکلې رېزومي کې د هغه ادعاوې ثابتې کړي.

د اوکلاهاما ایالتي ادارې هم ویلي چې ګارسیا نه حقوق لوستي او نه هم د حقوقو له کوم پوهنځي فارغ شوی.

ګارسیا د افغانستان د خونړۍ پېښې په اړه په څرګندونو کې ویلي چې دغې پېښې د ده ژوند بدل کړ او نور د جګړې له ډګره خلک په اوږو نه‌شي وړی.

خو د نیویارک پوهنتون چارواکو د ګارسیا د استعفا په اړه په یوه خپاره کړي بیان کې یوازې دومره ویلي چې دغه ادعاوې چې هغه کړي، د دې پوهنتون له ارزښتونو سره چې یو استاد باید صادق او رښتینی وي، اړخ نه‌لګوي.

XS
SM
MD
LG