د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو پخوانی ارشد مرستیال مراد علي مراد وايي، د افغانستان پولیس په ناوړه وضعیت کې دي.
ښاغلي مراد چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» د کورنیو چارو وزارت د نوي امنیتي مرستیال د معرفي کېدو په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې د دغه وزارت مسؤلین نهدي توانېدلي چې د پولیسو ستونزې حل کړي.
ده د وزارت په ځینو برخو کې کمزورۍ ومنلې او ویېویل چې پولیسو ته اعاشه او امکانات په خپل وخت نهوررسېږي.
ښاغلي مراد د پولیسو د وضعیت په اړه وویل:
"هېڅڅوک حق نهلري چې ووايي، دا کار ما کړی او د ستاینې وړ یم، نن د افغانستان پولیس ناوړه حالت لري، په خوست، ارزګان، دایکنډي، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې ستاسې سرتېري اعاشه نهلري. موږ ویاړ هم کوو چې اتلان یوو، موږ ونهتوانېدو چې کار وکړو، خو ژمن یوو خلکو او هغو سرتېرو ته چې نن شپهیې چېغې وهلې چې یو کس ته ووايئ چې ما په ګولۍ وولي چې مړ شم."
مراد علي مراد مخکې له دې چې د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال شي، د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال و.
دی نور د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال نهدی او پر ځای یې د سې شنبې په ورځ اختر ابراهیمي چې د جمهوري ریاست د محافظت رئیس و، وګمارل شو.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي ارشد مرستیال په داسې حال کې دغه خبرې کوي چې اوس د افغانستان په څو ولایتونو کې جګړه روانه ده.
پخوا تر دې داسې شکایتونه کېدل چې په ځینو برخو کې افغان پوځیانو ته امکانات او اعاشه په مناست وخت نهور رسېږي.
د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز محکمې، د پولیسو یو شمېر پخواني چارواکي د پولیسو د اعاشو د خوړلو او په اداري فساد کې د لاس لرلو په جرم په بند محکوم کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخوا تر دې په کورنیو چارو وزارت کې فساد تأیید کړی او دغه وزارتیې د فساد زړه بللی دی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په دې وروستیو کې ویلي چې د فساد پر ضد مبارزه د ده د کار په لومړیتوبونو کې ده.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د سې شنبې په ورځ د مراد علي مراد د څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:
"د کورنیو چارو وزارت مشرتابه تل هڅه کوي چې د افغانستان په ډېره لیرې سیمه کې پولیسو ته ورسېږي چې ستونزې یې هوارې شي، زه له دې سره موافق نهیم چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې پولیس اعاشه نهلري، ستونزې او نیمګړتیاوې شته، خو لیرې کولو تهيې هره ورځ هڅې کوو."
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست سره له دې چې د مراد علي مراد خبرې پر ځای ګڼي او وايي، ډېری امنیتي چارواکي چې له دندو لیرې شي، افشاګري او انتقادونه کوي.
د ده په خبره، مراد علي مراد تر پرونه پورې په خپله د کورنیو چارو وزارت یو لوی چارواکی و او د هېواد د پولیسو د ستونزو هوارولو تهيې باید کار کړی وی.
راپور: خان محمد سیند