د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

په لندن کې د تېر کال د اور لګېدنې د پېښې د وژل شویو کسانو یاد تازه شو


په داسې حال کې چې د بريتانیا د پلازمېنې لندن په یوه ودانۍ کې د تېر کال د اور لګېدو د عواملو په اړه تحقیقات روان دي، له دې خونړۍ پېښې ژغورل شویو کسانو پرون دوشنبه د خپلو تللو عزیزانو خاطرې تازه کړې.

په دې ډله کې د افغانانو یوه کورنۍ هم وه.

د ۲۰۱۷ کال د جون په ۱۴مه د لندن ښار د ګرنفل ټاور سیمې د استوګنې په یوه بلاک کې د اور لګېدو پېښې ټول ۷۱ کسان ووژل او سلګونه نور یې بې‌کوره کړل.

د دې تراژیدۍ په اړه علني تحقیقات چې ښايي څو میاشتې وخت ونیسي، د پېښې د عواملو پر موندلو متمرکز دي، خو چارواکو په دې پېښه کې د زیانمنو کورنیو غړي او دوستان پرون رابللي وو، څو د خپلو له لاسه تللو عزیزانو په اړه د زړه خواله وکړي او د هغوی وېډیوګانې او تصاویر وښيي.

دې غونډې ته د پېښې د یوه قرباني محمد صابر ندا کورنۍ هم ورغلې وه.

نوموړی افغان کډوال د لندن د ګرنفل ټاور سیمې په سوځېدلي بلاک کې له خپلې کورنۍ سره یوځای اوسېده.

د غونډې ګډونوالو د ندا وروستۍ ټيليفوني مکالمه واورېده، هغه په داسې حال کې چې له دې ۲۴ پوړیزې ودانۍ څخه د اور لمبې چارچاپېر تاوې دي، په ارام غږ خبرې کوي.

دا ویلي:

"د خدای په امان، موږ نور نو له دې نړۍ ځو، د خدای په امان، هیله ده چې له موږ څخه به څوک خپه نه‌وي."

مارسیو ګومېس چې د پېښې پر مهال له خپلې امیدوارې مېرمنې او دوو لوڼو سره یوځای له ۲۱م پوړ څخه د زهرجن او غلیظ لوګي له‌منځه په وتلو بریالی شو، هم خپله خاطره بیان کړه، د ګومېس زوی څو ساعته وروسته په روغتون کې له وخته مخکې وزېږېد او بیا مړ شو.

دې پېښې ټولې بريتانیا ته ټکان ورکړ، خلک پوښتنه کوي چې ایا د استوګنې د ارزانه بلاکونو کیفیت او د ټولنې له محرومو نژادي ډلو سره چې تر ډېره بهرني وګړي دي، د چارواکو بې‌تفاوتي خو به په ګرنفل ټاور ودانۍ کې د اور لګېدو اصلي علت نه‌وي؟

XS
SM
MD
LG