په بلخ ولایت کې د کلدارې او شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې هر کال د امو سیند د اوبو د طغیان او راپورته کېدو له امله، زرګونه جریبه زراعتي ځمکه او د هغوی د استوګنې لسګونه کورونه لهمنځه ځي.
امو سیند چې له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان سره د افغانستان سلګونه کېلو متره سرحد جوړوي، د افغانستان په قلمرو کې د سیند د سواحلو د نهتحکیماتو له امله هر کال لسګونه زره جریبه ځمکه به جوزجان، بلخ، بدخشان او تخار ولایتونو کې لهمنځه وړي.
په بلخ کې د شورتپې او کلدارې ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې په ازبکستان هېواد کې د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو له امله د افغانستان خوا ته د اوبو لنګر ډېر دی او له دې وجې هر کال د افغانستان له خاورې ځمکه کمېږي او د ازبکستان قلمرو وسعت مومي.
د شورتپې ولسوالۍ د ارق باتور کلي یو قومي مخور حاجي جمعه مراد یې په اړه وايي:
"د افغانستان زرګونه جریبه ځمکهیې تخریب کړې او د وخت په تېرېدو سره د امو سیند په وسیله تخریب شوې جغرافیه د ازبکستان خاورې ته وراضافه کېږي، د امو سیند په سواحلو کې د تحکیماتو د نشتوالي په دلیل، د اوبو لنګر د افغانستان لوري ته زیات شوی."
په شورتپه ولسوالۍ کې د هزاره توقي کلي ملک رحمتالله ادعا کوي چې په امو سیند کې د ازبکستاني پوځیانو تګ راتګ هم د افغانستان خاورې ته د امو سیند د اوبو لنګر زیات کړی دی او د سیند د تخریباتو کچهیې هم لوړه کړې ده.
رحمتالله وايي چې د امو سیند د سواحلو تحکیم ته د حکومت د بېپامۍ له امله په تېرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د ازبکستان قلمرو ته وراضافه شوې او څو کلي د افغانستان له جغرافیه څخه محوه شوي دي.
هغه د امو سیند د تخریباتو په اړه وویل:
"ازبکستان په خپله خاوره کې تحکیمات ترسره کړي او همدارنګه د هغوی کښتۍ په سیند کې تګ راتګ کوي او د افغانستان د خاورې په لور یې تخریبات زیات کړي دي."
په بلخ کې د کلدارې ولسوالۍ خلک هم د امو سیند د تخریباتو څخه شکایت لري او حکومت یادې مسئلې ته په بېپامۍ تورنوي.
د کلدارې ولسوالۍ خلک وايي، د امو سیند د اوبو طغیان نهیوازې د هغوی زراعتي ځمکې او د استوګنې کورونه تخریب کړي، بلکې هره ورځ د افغانستان له جغرافیې څخه ځمکه کمېږي او که دولت ورته پام ونهکړي، تر راتلونکو څو کلونو به د کلدارې په نوم به کومه ولسوالۍ دلته موجوده نهوي.
د کلدارې ولسوالۍ یو قومي مخور ملا نظر یې په اړه وايي:
"امو سیند هره ورځ تخریبات لري، د خلکو کورونهیې لهمنځه وړي دي، د خلکو د استوګنې کورونهیې په سیند لاهو کړي او همدارنګه د اوبو د لنګر له امله اوس زراعتي ځمکې د سیند یوه برخه جوړه شوې ده."
په همدې حال کې د بلخ چارواکي وايي چې هڅه کوي د امو سیند د تخریباتو مخنیوی وکړي، خو د سیند د سواحلو تحکیم یوې لویې پروژې او ډېرو پیسو ته اړتیا لري چې د بلخ د محلي ادارې له توانه بهر ده.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد یې په اړه وویل:
"د امو سیند د سواحلو تحکیم یوې لويې پروژې ته اړتیا لري او ضرورت دی چې ډېرې پیسې پرې مصرف شي، دا کار د محلي ادارې له توان څخه پورته دی."
د امو سیند تخریبات نهیوازې د بلخ شورتپې او کلدارې ولسوالۍ ته ځانګړي کېږي، بلکې په کندز، تخار او جوزجان کې هم د امو پر څنډو پرتې کورنۍ شکایت کوي چې د زراعتي ځمکو د تخریب تر څنګ، هره ورځ د افغانستان اراضي کمېږي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی